جمعه, اپریل 19, 2024
Home+وخت او حالات | زهير سپېڅلی

وخت او حالات | زهير سپېڅلی

انسان په ژوند کي له بېلابېلو پېښو، ستونزو او مشکلاتو سره مخ کېدای شي.
مختلف حالات ويني او بېلابېل وختونه باندي راځي.
کله دومره خوشحاله وي، چي له خندا ئې خوله نه راټولېږي او کله بيا دومره خفه او غمجن شي، چي ژړلای هم نشي.
کله ئې دواړه لاسونه ډک وي او کله بيا په يوه لاس کي هم هيڅ نه لري.
کله نورو ته څه ورکوي او کله ئې بيا بل ته لاس نيولی وي.
کله درياب، درياب ګرځي او کله بيا کرياب، کرياب ناست وي.
هر حالت او پېښه انسان ته يوه تجربه ده او ډېر څه ترې زده کولای شي.
ژوند که يو حال وای، تغير ئې نه کولای، انسان ته ژوند ډېر سختېده.
دا ښه دی، چي هر حالت تېرېږي او  بل راځي.
دغسي مختلف حالات انسان جوړوي. انسانانو ته د نورو حالتونو قدر ورمعلوموي. دا ورښيي، چي له هر ډول حالت سره ځان عيار کړي او په هيڅ حالت  کي ځان و نه بايلي.
مه په ډېره خوشحالۍ کي ځان بايلئ او مه له ډېري پرېشانۍ او غمه هر څه ته شا کوئ! مه د خوږو پر موقع تراخه هېروئ او مه خواږه له ياده باسئ چي له ترخو سره مخ شئ!
د ډېري، خو موقتي ګټي لپاره په لږه، خو دايمي ګټه سودا مه کوئ! د لږي خوشحالۍ او خندا په خاطر ځان تلپاتي درد او غم ته مه قرباني کوئ!
ځينو  پېښو، ستونزو، سختيو او حالاتو ته ځان سمندر کړئ، چي هر څه درباندي راشي، ټول وزغمئ، هيڅ نښه ئې هم درباندي پاته نشي؛ خو ډېر څه ترې زده کړئ! که ځان سمندر نه کړو، ډېري وړې ستونزي او کوچني  مشکلات مو هم  اغېزمنولای او  هم مو د ژوند خوند او رنګ پيکه کولای شي.
لاندي حکايت ولولئ! يو سمندر پېغام او مفهوم لري.
«بوډا راهب خپل شاګرد ته چې د ژوند د رازونو په زده کړه پسې سرګردانه و، وويل: هغه د مالګې کڅوړه راوړه!
شاګرد مالګه راوړه. هاله بيا استاد ورنه وغوښتل چې په پياله کې اوبه راوړي. شاګرد اوبه هم راوړې او د راهب مخ ته يې کېښودې.
راهب يوه چونډۍ مالګه په پياله کې واچوله. مالګه يې په کاچوغه باندې په اوبو کې حل کړه او شاګرد ته يې وويل: اوس يې وڅښه!
شاګرد يو غوړپ وکړ، پياله يې بېرته په ځمکه کېښوده، استاد ته يې وويل چې:  ډېرې تروې دي، د څښلو نه دي.
راهب ورته وويل: راځه ځو د سين غاړې ته.
دواړه پاڅېدل. راهب د مالګې کڅوړه هم ورسره واخيسته. د سين غاړې ته چې ورسېدل، راهب د مالګې ټوله کڅوړه په سين کې تشه کړه او شاګرد ته يې وويل: اوس دوه، درې لپې اوبه وڅښه!
شاګرد د سين په غاړه کښېناست او درې لپې اوبه يې وڅښلې.
راهب ورته وويل: څنګه څښل کېږي؟ تروې خو نه دي؟
شاګرد ځواب ورکړ: نه، نه ښې خوږې دي.
راهب ورته وويل: زلمکيه، په ژوند کې سين اوسه، پياله مه اوسه! د ژوند مشکلات مالګه وګڼه. سين د کڅوړې ټوله مالګه وزغمله، خو د پيالې اوبه له يوې چونډۍ مالګې سره تروې شوې او له څښلو ووتې.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب