نو روز د ۷ هېوادونو افغانستان، ایران، اذربایجان، پاکستان، ترکیې او تاجکستان په غوښتنه د یونيسکو نړیوال سازمان له خوا د نړۍ په غیر ملموسو فرهنگي میراثونو کې شامل شوی دی.
افغان فرهنګیان په دې باور دي چې د نوروز ورځ د کال په اوږدو کې يوه مهمه ورځ ده، نه يوازې دا په افغانستان کې بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د نوی فصل پیلامه ده په همدې بنسټ دا د طبيعت د ځوانېدو او د طبيعت د سمسورېدو ورځ ده.
د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې نوی کال په خورا لویو مراسمو سره پیل کېږي. (سږ څرګنده نه ده)
همدارنګه د بامیان په ځینو سیمو کې لاهم د نوي کال میله په هماغه دودیزه توګه لمانځل کېږي.
د بامیان خلک یو څه خواړه برابروي او هغه جومات ته وړي او هالته یې خوري. له هغه وروسته په خپلو سیمو کې یوې دښتی ته راوځي او هلته لوبې کوي.
د بامیان مېرمنې د نورو خوړو ترڅنګ حلوا پخوي او ډوډۍ هم ورسره په غوړو غوړه وي او میلمستیاوې برابروي. کور په کور ګرځي، یو بل ته مبارکي ورکوي.
د بامیان پیغلې سندرې وايي، ټالونو کې زانګي. خو دا دودونه ورځ تر بلې پیکه کېږي بدلیږي او دا بدلونونه د وخت له بدلون څخه سرچینه اخلي اوسني ځوانان هڅه کوي، چې له اوسنیو جشنونو او دودونو سره ځان عیار کړي.
په پکتيا ولایت کې د نوي کال ورځ په يوه غونډۍ باندې د نيالګيو په ايښودلو سره پیل کېږي.
په هرات ولایت کې معمولا هر نوروز د میرعبدالواحد شهید په زیارت کی جنډه پورته کېږي.
په کندهار کې له دود سره سم د نوي کال جشن د دغه ولایت د خاکریز ولسوالۍ د شاه مقصود آغا په زیارت کې د جنډې په پورته کولو سره پیل کېږي.
د دغه جشن یا نوي کال د لمانځلو لپاره د کندهار ښار پر اوسیدونکو سربیره له کوټې او چمن څخه هم پښتانه خاکریز ولسوالۍ ته ورځي.
دغه مېله یوه اوونۍ دوام کوي چې د ګڼو سیمه ییزو لوبو ترڅنګ د موسیقۍ پروګرامونه هم جوړیږي.