چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهافغاني سره میاشت: د زړه سوري ماشومانو په درملنې مو ۲ میلیونه...

افغاني سره میاشت: د زړه سوري ماشومانو په درملنې مو ۲ میلیونه ډالره ولګول

تاند:( پنج شنبه، د کب ۲۵)   د افغاني سرې میاشتې طالب رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د سینګاپور د سره صلیب د سکرتر جنرال بینجامن جي ویلیم ترمنځ دوحه کې د ګډو همکاریو، بشري مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دغه ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د سینګاپور له سره صلیب مننه وکړه، چې د سرې میاشتې له لارې یې له افغانانو سره مرستې کړي.

 نوموړي د افغاني سرې میاشتې پر روغتیایي خدماتو، بېوزلو سره پر مرستو، د رواني ناروغانو د پالنې، ساتنې او درملنې پر مرکزونو او را روانو فعالیتونو له وضاحت وروسته وویل “افغاني سرې میاشتې تېر کال د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې ته ۲ میلیون ډالر ځانګړي کړي وو، خو د ناروغانو د شمېر د ډېرښت له امله اوس ډېر لګښت ته اړتیا ده، خو افغاني سره میاشت د لازم لګښت او امکاناتو د کمښت له امله د ټولو ناروغانو د درملنې وس نه لري؛ اړینه ده دې برخه کې ملي ټولنې د همکارۍ لاس ورکړي”.

  مولوي خالص وویل “افغاني سرې میاشتې تېر کال د رضاکارانو په لاس نېږدې ۳۰۰ زره کورنیو ته نغدي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې رسولي”.

په ناسته کې د سینګاپور د سره صلیب سکرتر جنرال بینجامن جي ویلیم د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو د بهیر روغتیایي او نورو خدماتو د ستاینې ترڅنګ افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې له لارې د تېر په څېر د بشري مرستو برخو کې فعالیت ته لیوالتیا وښوده او ژمنه یې وکړه، چې له سرې میاشتې سره د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او رواني نارغیو د درملنې او یو شمېر نورو برخو لپاره خپل هېواد کې د انلاین مرستو راټولولو بهیر پیل کړي”.

نوموړي وویل “هوډ لرو افغانستان ته یو شمېر کارکوونکي ولېږو او د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو او اړتیاو له لیدلو وروسته به له یو شمېر خیریه ټولنو مرسته راجلب او د افغانامو غږ تر مرسته کوونکو ورسوي”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب