ټولنه د ډېرو وګړو مجموعه ده.
د ټولني سمون او پرمختګ نه د يوه کس کار او مسؤليت دی او نه د يوه کس په هڅه ټولنه پرمختللې کېږي.
«په يوه ګل نه پسرلی کېږي.»
د ټولني د هر وګړي مسؤليت دی، چي د ټولني د ښه سمون او پرمختګ لپاره مثبت فکر او عملاً کار وکړي.
څنګه چي په کورني ژوند کي، کور پر هر غړي حق لري؛ دغسي په ټولنيز ژوند کي ټولنه پر هر وګړي حق لري، چي د ټولني اړتياوي پوره کړي.
د ټولني نيمګړتياوي درک کړي او حللاره ئې ولټوي.
خپله ټولنه له سيالو ټولنو سره سياله کړي.
د خپلي ټولني غوښتنو ته ځان ورسوي.
که ټولنه ناارامه وي، وګړي ئې هم د هوسايۍ او سوکالۍ ساه نشي اخيستای.
په ټولنيز ژوند کي بايد تر فردي ګټو، اجتماعي ګټو ته ترجيح ورکړو.
د ټولني ګټه او تاوان ټولو ته رسېږي.
ښه او بد ئې د ټولو دي.
چېرته چي ټولنيزي ګټي د شخصي ګټو قرباني کېږي هلته ټولنيز سمون او پرمختګ ناشونی وي.
هر وګړي خپل غم اخيستی وي، د بل فکر او غم ورسره نه وي.
که دی موړ وي، د بل د لوږي غم نه کوي.
پکار دا ده، چي وګړي د يو بل لاسنيوی وکړي او په ګډه مخته لاړ شي.
د يو بل په خوښۍ او درد ځان شريک کړي.
تر خپله وسه په اخلاص له يو بل سره مرسته او کومک وکړي.
د وګړو چي ټولنيز احساس مړ شي، هغه ټولنه پرمختګ نشي کولای همېشه به ساکنه او جامده پاته وي.
موږ بايد د ځان، ټولني او د ټولني د هر غړي په اړه مثبت فکر ولرو.
د ټولني نېکمرغي او بدمرغي خپله نېکمرغي او بدمرغي وګڼو.
داسي به هيڅکله د ښې ټولني خاوندان نشو، چي يو ئې ابادۍ ته کار کوي او سلو نورو ئې بربادۍ ته ملا تړلې وي.
دا وړۍ نه شړۍ کېږي، چي د ټولني اصلاح غواړو، خو اصلاح ته ئې کار نه کوو.
يوه سالمه، منظمه او پرمختللې ټولنه؛ سالم، منظم او مثبت فکر او کار غواړي.
روزلی احساس او مثبت فکر يوه پرمختللې او نېکمرغه ټولنه جوړوي.