جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهط د قبایلو وزارت مخکینی ویاند بندي کړی

ط د قبایلو وزارت مخکینی ویاند بندي کړی

تاند:( پنج شنبه، د کب ۲۵)  راپورونه وایي، چې د جمهوري نظام پر مهال د سرحدونو او قبایلو وزارت ویاند راحت الله قیام په زابل کې د طالبانو له لوري نیول شوی او له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په نا معلوم دلیل بندي دی.

قیام مخکې له باختر اژانس او سبا ټلویزون سره هم مطبوعاتي دندې ترسره کړي دي.

طالبانو د نوموړي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو له دې عمله نیوکې شوي او ویل شوي، چې د طالبانو رژیم له یوه لوري خپلو مخالفانو ته د بښنې ادعاوې او له هېواده بهر ته تللو خلکو ته د ستنیدو بلنې اعلانوي، خو له بل لوري په هېواد کې پاتې مخکینیو حکومتي منسوبینو سره داسې چلند کوي.

5 COMMENTS

  1. هغه کسان چی دطالبانو عفوی ته ګوری او دافغانستان ملی ګټی له نظره اچوی هغوی دافغانستان دوستان ندی. هغوی شخص پرسته، په پردی ایدیالوژی لیونی او دعقل استعمال سم نسی کولی. ته وا ولی؟
    عفوه دتیرو ګناهانو لپاره وی. طالبانو هیڅ وخت ندی ویلی چی که مو بیا دپردی دولتو په ګڼه او داسلامی اصولو په خلاف کار وکړ او یا مو دافغانستان وحدت ماتولو لپاره دجنګ ملا وتړله نو تاسو عفوه یاست. هغوی دکولاب او مغولو په مقابل کی ځانونه دفتحی نه وروسته شهیدان کړل. هغه کسان چی فکر کوی طالبان بی عقل دی، امریکا به اوس هم ددوی مرداری پاکه کړی، او په همدی جهالت باندی بنا دافغانستان خلک دقوی حکومت جوړولو نه راګرځوی هغوی به همداسی جزا وینی. طالبان دی نور هم خدای توانمند کړی چی دافغانستان ددښمنانو لاسونه لنډ، او مغزونه یی ور ګونګی کړی. افغانستان مهم دی پردی کولابریتوران او داشغال مین خلک باید په کلیو او بانډو کی نورمخی چپه په خرو سپاره سوی وای او داروپا غوندی د نازی کولابریترانو په څیر یی خلکو ته ورپیژندلی وای.
    یو عاقل باید سمه خبره وکړی.
    ایا تاند کی داسی کس نسته چی همدا فرق وکړی؟

    • دې ته وایې په یابو سپور منطق! د هیرا منډوي نسل خپلواک ګنړل کیږی. قضاوت په تاسو.

  2. دوی تنها پښتانه نیسی او وژنی یی د نورو قومونو که ملیشه وی که که وزیر وی که جنرال وی که هر څه وی هغه ته څه نه وایی همدااوس قیصاری او ډیر لنډغر ددوی بهترین دوستان دی ، خو پښتو ځوان له کونړ ترننګرهار بیا تر زابل پکتیا او کندهار او لوګر د دوی له لاسه لکه دتیرو شلو کلو په شان په شهادت رسیږی د پښتنو سیمو کی آن په ناوی ډزی کوی دا د پشتنو په ضد دپنجاب دسیسه ده تاسی ویلای شی چی دوی پرته له پښتون بل څوک نیولی وی؟ که یی نیولی وی هم وروستته تر دوو ورځو یی ژر خوشی کړی او توبی یی ایستلی او له پنجاب او ایران څخه ی معافی غوښتی پشتانه به آخر د پنجاب د نوکرانو په وړاندی پاڅیږی

  3. دا جاهل د طالبانو کوکرۍ که هر څومره د پنجابی پاکستان تربیه شوو غلامانو لپاره غپا وکړی بیا هم دوی به دوباره خپل پنجابی ټاټوبی ته شړل کیږی او بیا ددی وحشیانو راتګ افغانستان ته سربیره د فریبو امریکا او انګلیس په ملاتړ به بیا به هم ناممکنه شی !!!!

  4. همدا مشکل ده چی پښتانه اوس هم نه پوهیږی چی افغانستان څنګه جوړ کړی. بس دامانولا او غفاری په خرو سپاره او دامریکا او یا بل په انتظار دافغانستان وخرابی ته چمتو دی.
    کولابیان، خراسانیان او مغول وایی زمونږ نیسی، دیوسل اویا رڼډیو مالکانی وایی دوی نیسی او دامانولا او غفاری تښتیدلی وایی پښتانه نیسی. دا دا مانا لری ورځه رڼا ده یوازی تښتیدلی او پړسیدلی دتلتکو نه همدا خبری کوی.
    خدای خبر. دا دوه کاله کیږی چی دکمپو خلکو درواغ ویل او هغه بیا باندی پسی رښتیا کیدل. که بیا هم رښتیا وی دلشمکو لنډغرو مشر سادات سره بی ځان یو کړی وی. چی بد ګرځی بد به پورځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب