جمعه, اپریل 26, 2024
Home+جزا؛ سزا | زهير سپېڅلی

جزا؛ سزا | زهير سپېڅلی

په (فرهنګ عميد) او (زاهد. پښتو- پښتو سيند) کي ليکي:
جَزا: بدله، عوض، سزا (د نېکۍ يا بدۍ)، د مکافات ضد، ثواب.
سَزا: مجازات، جزا (د نېکۍ يا بدۍ بدله).
په (اردو فيروز اللغات) قاموس کي (جزا) او (سزا) ته ليکلي دي.
«جزا: د نېکۍ بدله چي په اخرت کي ورکول کېږي. ثواب، انعام، اجر.
سزا: د بدۍ بدله، پاداش، جرمانه، قيد و بند، مناسب، لايق.»
سزاوار هم د لايق په معنا دی.
ځيني ځايونه (سزا) او (جزا) د يو بل پر ځای کارېږي، خو توپير ئې شته او په کارولو کي دقت غواړي.
موږ او تاسو د نېک او ښه کار په بدل کي چا ته دغه دعائيه جمله «جزاک الله، احسن جزاک الله او جزاک الله خيرا» وايو؛ مګر (سزا) نه وايو.
د (سزا) او (جزا) توپير او د استعمال ځای بايد وپېژنو.
ووايه قيصر ته، محبت لوی افتخار دی
خېر دی، که وړه- وړه سزا يې تېروو
قيصر اپريدی
چي غم ته ورکړې سزا څه به وشي؟
که راته وخاندې بيا څه به وشي؟
حفيظ هميم
ماشومې زمانې يوه پوښتنه درنه وکړم؟
سزا خو راکوې، جزا به پېژنې که نه؟
قيصر اپريدی
د سزا جزا خبري، د وسواس توري لښکري
د ګل مخ جانان ته سوی، زه په دې لاره ورځمه
عطايي ملا

2 COMMENTS

  1. سزاء یو عُرفی مفهوم دی او ” جزاء ” قرآنی مفهوم دی.
    د جزاء کلمه هم د خیر او هم د شرّ د اجر لپاره کاروَله کیږی.
    هل جزآءالاحسن اِلّا الاِحسن ( زموږ په رسم الخط احسان )سورۀ رحمن.
    په محاکمو او دولتی اجراآتو کی د ” مکافات او مجازات ” عبارات کاروَل کیږی.
    مکافات = د نیکی په وړاندی تشویقی ډالی.
    مجازات = د بدو کړنو سزاء.
    البته د خپل پورته نظر د صحت د حقانیت دعوه نه کوم، ممکن اشتباه وی.

    • جزا په دواړو معناوو هم راغلې ده.
      زما مطلب همدا توپير دی، لکه مکافات او مجازات چي فرق لري.
      بیا هم مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب