تاند:( دوشنبه، د کب ۱۵) د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په جلا- جلا څرګندونو کې د خبرو له لارې د افغان ناورین د حل غوښتنه کړې ده.
نیکولسن په کابل او اتمر جرمني کې د خبرو پر وخت ویلي، چې د طالبانو خلاف د جګړې ملاتړ نه کوي.
اتمر د جرمني د بن غونډې ته د ورته یوې بلې غونډې په شان بین الافغاني ناسته کې د افغان ناورین د حل غوښتنه کړې، خو د اروپایي ټولنې استازي یوازې د خبرو له لارې د افغانستان د قضیې پر حل ټینګار کړی.
اروپایي استازي دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د وسله وال مقاومت سیاسي او بل هیڅ ډول ملاتړ نه کوي.
د طالبانو پلویانو د اروپایي استازي د دې خبرې ستاینه کړې، چې د طالبانو خلاف د جګړې ملاتړ نه کوي، خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي، چې افغانان او نړیواله ټولنه د دغه هېواد اوسنی وضعیت نه شي زغملی او ژر د خبرو له لارې د یوه ملي او مسوول نظام رامنځته کیدل غواړي.
د طالبانو خلاف د ملي مقاومت په نوم د یوې جنګي ډلې ځینو مشرانو د اروپایي ټولنې په غبرګون کې ویلي، چې دوی د طالبانو خلاف د مبارزې لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري.
شنونکي طالبان ګرموي، چې د خبرو له لارې د افغانستان د ناورین د سیاسي حل پر وړاندې خنډ دي، د بین الافغاني مذاکراتو په اړه یې د دوحې تړون نقض کړی او د واک په انحصارولو او سختو قیوداتو یې د خلکو ژوند تریخ کړی.
« خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي، چې افغانان او نړیواله ټولنه د دغه هېواد اوسنی وضعیت نه شي زغملی او ژر د خبرو له لارې د یوه ملي او مسوول نظام رامنځته کیدل غواړي.»
داسی خبری په دوو اصولو جواز لری: اول ملی خود مختاره اراده مړه بلل او پردو ته دمداخلی حق ورکول او هغه پردی مداخلی په ځان واجب الاجرا بلل. دوهم دغربی تروش سوی سیاسی نظام منل او دشل کلنی اداری هغه تربیه سوی غله او ناکام ګوډاګان بیرته قدرت ته رسول.
دشل کلنی مبارزی او نظامی بریا په څنګ کی افغانستان سیاسی او اقتصادی آرادی او بری ته ضرورت لری. دا اړه دپردو په فرمایش او هغه واجب الادا بلل تیروتنه ده.
طالبان داده دخپل درایت په اساس له ملت سره په خبرو کی روان دی. دښار او کلیو نه خلک راځی او له طالبانو سره خپل مشکلات شریکوی او بیا طالبان هلته دوزیرانو په سویه هم ځی چی مشکل وګوری او دحل لیاره یی پیدا کړی. هغو ته یی حل پیدا کړی او په کار یی هم پیل کړی وی. دکابل دپول سوختی نه شکایت او دهغه مشکل حلول او دآمو دریاب نه دکلیو او بانډو ژغورل ښه ښکاره مثالونه دی. دا دواړه دمشوری او مسوولیت ښه مثالونه دی. دا کار به مخ ته دولسی جرګی له لیاری پرمخ وړل کیدی او نتیه یی هم مالومه ده.
دا دا مانا نلری چی همداسی اداری کار کول ترټولو ښه ماډل دی. هغه صرف ولسی مسوولیت ته متعهد پاتیدل او دخلکو دمشکل رفع کولو لپاره موقتی خبره بللی سو. ددی ترڅنګ بلی لیاری ته هم ضرورت سته چی دافغانستان زیربنایی سیاسی او اقتصادی مشکلات دښو پوهانو او سیاسی څیرو په ګډ نظر باندی پلان او تطبیق سی. دی خبری ته که څوک دغربی استعماری دورغزن دیموکراسی بدیل پیدا کولی سی دلته دی شریک کړی. دیموکراسی نن سبا په نامه سته خو حقیقت یی ورک ده. هغه ددرغلی او دپردویو دمزدورانو یو غوبل بلل بللی سو. په هغه باندی فشار اچول او دهغه له مخی تالبان ملامتول دیو افغان روشنفکر سره نه لګیږی.