Homeخبرونهپښتین: پښتانه بهرنیو مزدوريو پسې ځي، د دوی زېرمې پنجاب قبضه کړي

پښتین: پښتانه بهرنیو مزدوريو پسې ځي، د دوی زېرمې پنجاب قبضه کړي

 تاند: ( سې شنبه، د حوت ۲ )  د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه تازه وینا کې پنجاب یو ځل بیا د پښتنو د نورو حقونو ترڅنګ، د دوی د طبیعي زېرمو په قبضه کولو تورن کړ او ویې ویل، پښتانه په مزدورۍ پسې بهرنیو هېوادونو ته ځي، خو پر کانونو یې پنجاب خیټه اچولې ده.

ښاغلي پښتین د نقیب مسید په نوم د یوه پښتون فعال د وژل کیدو په یاد غونډه کې وویل، چې پښتانه باید نور را ويښ او د خپلو حقونو د تامینولو لپاره یو لاس شي.

بل لورته: راپورونه وایي، چې د نقیب مسید کورنۍ د پاکستان په محکمه کې د نوموړي په وژل کیدو د تورن پاکستاني پولیس افسر د خوشې کیدو پریکړه ننګولې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي، چې دوی به د مسید کورنۍ سره د نوموړو د عدالت غوښتنې لپاره مبارزه کې مرسته وکړي.

له پښتونخوا څخه په یوه بل خبر کې راغلي، چې ملي جمهوري غورځنګ ګوند د دغه ګوند د یوه مخکښ مشر او مشهور ملتپال سیاستوال لطیف اپریدي په یاد غونډه کړې ده.

اپریدی څه موده مخکې د پېښور د محکمې په تالار کې د یوه کس له لوري ووژل شو، چې هغه نیول شوی او بندي دی.

د لطیف اپریدي په یاد غونډه کې افراسیاب خټک، محسن داوړ او نورو ملتپالو پښتنو سیاستوالو د نوموړي مبارزه او سرښندنې وستایلې او د پښتنو خلاف د پاکستان مرموز سیاستونه یې وغندل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...