شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ازهر شیخ د طالبانو له لوري د نجونو پر پوهنتوني زده...

د ازهر شیخ د طالبانو له لوري د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز غیراسلامي اقدام وباله

تاند(جمعه، د جدي ۲ مه) د مصر شیخ الازهر احمدالطیب پر نجونو د پوهنتوني زده کړو د بندیز په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه غیراسلامي وبلله او ویې ویل چې دې فیصلې د مسلمانانو او غیرمسلمانانو وجدان کړولی دی.

د ازهر پوهنتون شیخ ویلي، د ښځو د لوړو زده کړو مخنیوي خواشینی کړی او دا د اسلام خلاف عمل بولي.

احمدالطیب د طالبانو د پرېکړې د ناموجبه والي او غیرشرعي توب په اړه پر خپله فیسبوکپياڼه اوږده لیکنه خپره کړې او ویلي یې دي چې باید هیڅ مسلمان داسې کار ونه کړي.

د ازهر شیخ د نړۍ مسلمانو او غیرمسلمانانو ته  په خطاب کې لیکلي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز اسلامي حکم ونه ګڼي ځکه چې اسلام دا ډول اقدامات په کلکه رد کړي دي.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نجونې د لېسې د دورې له زده کړو منع کړې خو ژمنه یې کړې وه چې دا پرېکړه یې موفتي ده او ژر به له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو لار هواره کړي خو هغو نه یوازې په دې برخه کې خپله ژمنه عملي نه کړه بلکې له پوهنتوني زده کړو یې هم نجونې منع کړې.

د طالبانو دا پرېکړه اکثرو اسلامي او غیراسلامي هیوادونو غندلې او په افغانستان کې د دې پرېکړې په اعتراض کې تراوسه پورې د بیلابیلو پوهنتونونو شاوخوا ۶۰ استادانو استعفاوې کړي دي.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د خپلې پرېکړې دفاع کوي. ده د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته د خپلې پرېکړې لپاره څلور دلایل په ګوته کړل:« منکرات په تحصیلي نظام کې موجود وو»، «بې حجابي هم یوه ستونزه» وه، « یوه ستونزه دا وه چې په مختلفو ولایتونو کې د اناثې طبقې لیلې فعالې وې.»

7 COMMENTS

  1. عجیبه دا ده چي دا بدوی عقدوی شیخان ،حقانیه کی داسی روزل شوی چي ؛ټول هغه موارد چي مدخل ګرځیدی شی د ملت د تحقیر،تعذیب او تخریب لپاره ،هغی عنوان لاندی خپل منافقانه طرحی تطبیقوی او دا ټول پلان شوی روزل شوی دی ، او همدا علت دی چي د ملت او امت علماوو ته ځواب نلری او ټول امت او بشریت دوی ته ډدی دور ارذل الناس استخباراتی ملیشی خطاب کوی
    او اصلاٙٙ افغانی او اسلامی ماهیت نلری؛ځکه اسلام د اصلاح ، سالم تربیت، اخوت او بشارت دین دی ، خو دا پشمی مخلوق په هغه خواږه او انسانساز دین کی یواځی د ملت د تحقیر او تعذیب لپاره
    خپل رذایلو ته لباس ګوری تر څو دا تعذیب او تحقیر ته دینی رنګ ورکړی؛د قرانی هدایاتو خلاف حق په باطل پټوی،د دین ژبه نلری ،دروغ وایی، په عهد وفا نلری ،د خولی خبری هغه ندی کومی چي زړه کی دی،نور اوس کاملاََ د مسلمانی او افغانی عزت او مشخصاتو نه عاری او بربنډ شول؛یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم ، په کرات ثابت شول۰
    دبلی خوا دا شیخ د خپلی کورنۍ ،کلی او ما حول په بنا ټولو مومنو خویندو ته بی حجابی،منکرات او لیلیو ته ،اشاره کړی ،،حجاب په سلو کی ۹۸،د ظاهرشاه له دور نه تر نڼه بناپر فامیلی اسلامی
    تربیت چي ملت یی لری ،ټول عادت شوی،منکرات هر وخت کی وی خو د اسلامی حکومت مسئولیت څه دی؟ اصلاح که تړل او نابودی؟
    لیلیو ته هیڅکله هم ،د نارینوو تګ راتګ نه وو ،که تاسی ځان ته حق ورکوی،دا به د تاسی نابلدی وی له افغانی اسلامی کلتور او اسلامی حکومت سره ۰

  2. د الاظهر شیخ خو د طالبانو لپاره هیڅ ارزښت او وقار نه لری، بلکه پخپل جهالت کې تر دې حده سرتمبه دی چه زما پوره یقین دی که همدا نن محمد رسول الله د خپلو ارشدو خلفاو سره تشریف راوړی او د طالبانو کړنې له اسلامی شریعت نه خلاف وګڼی نو طالبان به یې مقابلې ته ودریږی او امر ته به یې تسلیم نه شی. داسې ښکاری چه دا د اسلام او پښتنو د بدنامولو لپاره د انګریزی استعمار یوه پیاوړې دسیسه ده.

  3. د کومې بد اخلاقې ښځې لمسي ته ماشومانو په کوڅې کې ښکنځل کړي و، کور ته په ژړا راغی. انا یې دليل ترې وپوښته. هلک ویل چې له ماشومانو مې توب چور کړ او ټولو راته ویل چې ستا انا غ. مور یې پهذخنذا وویل: کاش چې دا توب په استدیوم کې چور کړی وای چې ټول استیدیوم درته ویلي وای ستا انا وغ. تر څنګ یې د هلک خاله ناسته وه، هغې په کنایه خپل خورزه ته وویل، انا دې په یوه استېدیوم خبره هم نه ده. کاش چې دا توب دې په کومې بین المللي مسابقې کې چور کړی وای چې دا ټولې نړۍ درته ویلی وای چې ستا انۍ وغ. زه فکر کوم چې د ملا ندیم انۍ به هم خپل لمسي ته توصیه کړې وي چې داسې یو کار وکړه چې دا ټوله نړۍ ووایې چې ستا انۍ وغ…په داسې کار. اوس نړیوال خو له ادبه څه وایي نه، خو هر چا چې د ملا ندیم ددې جاهلانه عمل په هکله اورېدلي په زړه کې یې حتما ویلي چې ستا انۍ …وغ..په دې حکم. ډېره ډېره بښنه غواړم.

    • ډېر ښه دې ليکلي دي. د پښتو ژبې ادبيات به ځکه اجازه درکړي ولې چې ستونزه ډېره مهمه ده او په متعدل الفاظو کې کېدای نه شي. يو جهان مننه 🌺

  4. د ملا ندیم او ملا هبټ انۍ ګانې به سختې خوشحاله وي ، ټول څلوېښت میلیونه افغانان او نژدې دوه میلیارده مسلمانان او همدارنګه نزدې اته میلیارده انسانان به وایی چې د دوی دواړو انۍ وغ…. لا په دې کافر کار . شیطان به وای والله که به دهغوی هم دې امرثاني ته لا فکر رسېدلی وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب