جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد کندهار د والي دفتر پر« کندهاري ط-اب مشرانو »د امریکا د...

د کندهار د والي دفتر پر« کندهاري ط-اب مشرانو »د امریکا د شارژدافیر نيوکې رډ کړې

تاند:( چار شنبه، د قوس درويشتمه)‏ ‏د کندهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د امریکا د شارژدافیرې هغه نيوکې رد کړې، چې د طالبانو د «کندهاري مشرانو » په نوم يې کړې وې.

امریکايي شارژدافیرې د بشري حقونو په نړیواله ورځ یوه ټویټ کې لیکلي وو:« د طالبانو کندهاري رهبران دې د بشر د حقوقو د فعالانو ملاتړ وکړي.»

د کندهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ويلي، چې دوی يادې څرګندونې غندي او د افغانستان په چارو کې يې لاسوهنه ګڼي.

سرچینه د طالبانو د ادارې له اړخه ليکي:« زموږ پالیسي او دریځ د شریعت پر احکامو او اُصولو بناء دی او په اسلامي شریعت کې او په اسلامي امارت کې د بشر حقوقو ته تر ټولو زیات درناوی شته.»

د طالبانو په دغه اعلاميه کې زياته شوې، چې دوی ته خپله پالیسي تر هرچا مقدسه، مقدمه او سره کرښه ده، د همدې پالیسۍ له مخې له هر چاسره تعلقات او تعامل کوي.

؛ طالبانو له نړيوالو هم غوښتي، چې د دوی اصولو ته درناوی وکړي.

يادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو له منځه ځینې سرچینې د دوی او افغانستان د اوسني وضعيت اصلي مسوول د طالبانو اميرالمومنين او ورسره يوه محدوده ډله بولي.

دغه ډله په وروستيو کې د « کندهاري مشرانو» په ډله مشهوره شوې.

د طالب سرچینو په حواله، کابل کې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو په ګډون د ډېرو مسايلو په اړه د طالبانو د چارواکو اصلاحاتي طرحې په کندهار کې د ملا هبت الله او محدودې انحصاري ډلې له لوري يې رديږي.

2 COMMENTS

  1. له واقعت باید سترگی پټی نکړو یو بیسواده او بی اصوله سړی چی تر اوسه چا نده لیدلی چی ایا انیان ده که ځناور دی امیر المومینین په نو لکه مولی ناست ده او دې افغانستان دی ملت سره یې لوبې شروع کړې نو طالب چیری اصول لرې چی نړې دب دوې له اصول سره تعامل وکړې که تعامل غواړی نو دی څورلسمې سپوږمی له مخ نه ټکری پورته کړې او مخ ېې خلکو ته ښکاره کړی؟ هندو خو به نوېې چی له مرګ نه ډاریږې

  2. امیرالمنافقین د آی اس آی کوم جنرال دی لکه کرنیل امام ، جنرال اختر او یا جنرال حمیدګل ، خپل تور کرغېړن مخ چاته نشي ښکاره کولی .
    دوی هرڅه د اسلام د مقدس دین تر نامه لاندې اجرا کوي ، اما په حقیقت کې دوی ټول د مسلمانانو او د اسلام د مقدس دین دښمنان دي . الله ج د داسې آفت پرې نازل کړي چې ټول مسلمانان ترې خلاص شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب