Homeخبرونهمولوي کبير: د ټولو کدرونو احترام کوو او له مشورو یې ګټه...

مولوي کبير: د ټولو کدرونو احترام کوو او له مشورو یې ګټه اخلو

تاند:( چار شنبه، د قوس درويشتمه)‏ ‏‏د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تېرې ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره ‌ليدلي او د هېواد د روان سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه‌ يې مشوړې ورڅخه اخيستي دي.

د مولوي کبير د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې دغو پخوانيو وکيلانو ويلي:« دوی افغانستان خپل کور ګڼي، اسلامي نظام خپل مشروع نظام بولي او هر ډول مرستې ته یې چمتو دي.»

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، مولوي کبير ويلي، چې د دوی اداره د ټولو افغان شخصیتونو او کدرونو احترام کوي او هېواد ته په راستنېدلو یې خوښېږي.

 هغه زياته کړې، چې هېواد ته د افغان شخصیتونو او کدرونو راتګ ورځ تر بلې ډېرېږي او دوی هم د کدرونو ښې مشورې اوري او له تجربو یې ګټه اخلي.

طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ورځ تر بلې دوی د افغانستان له اداري نظام څخه د کادرونو په ویستو، پر ځای ېې د خپلو ملایانو په ګمارلو او د سختو قيوداتو او مزاحمتونو له وضع کولو سره هېواد پرېښودو ته د افغان کادرونو او روښانفکرانو په مجبورولو تورنیږي.

طالبان بيا په دې اړه نیوکې نه تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...