شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهسور صلیب: د ۸ مياشتو نا امنیو ۴۶۲ تنه افغانان وژلي او...

سور صلیب: د ۸ مياشتو نا امنیو ۴۶۲ تنه افغانان وژلي او تر زرو زیات ټپيان کړي

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۲مه)‏‌ د سره صليب نړيوالې ادارې په افغانستان کې د تېرو اتو مياشتو نا امنيو د پېښو او مرګ ژوبلې د ارقامو په اړه خپلې موندنې خپرې کړې.

دغې ادارې په يوه تازه راپور کې ویلي:«د روان کال اتو میاشتو کې د ماینونو او چاودنو ۴۳۵ پېښې ثبت شوي.»

سرچينه زياتوي:« یادو پیښو ۴۶۲ کسان وژلي او له زرو زیات ټپيان کړي چې ۸۰ سلنه یې ملکیان دي.»

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

 طالبان په افغانستان کې د بشپړ امنيت د تامين خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب