یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهګارډين:۳۰۰زره افغانان په ناقانونه توګه ترکيې ته تللي

ګارډين:۳۰۰زره افغانان په ناقانونه توګه ترکيې ته تللي

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې اوولسمه)‏‏ ‏ګارډين ورځپاڼې په یوه راپور کې له افغانستان څخه د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ترکيې ته په ناقانونه توګه د ورغلو افغان کډوالو ارقام خپاره کړي.

ورځپاڼه د خپلو سرچينو له قوله وايي،چې په تېر شاوخوا يوه کال کې تر ۳سوه زرو پورې افغانان په ناقانونه لارو ترکېې هېواد ته تللي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، دغو کډوالو د افغانستان پريښودو او ترکیې ته د رسېدو لپاره خطرناکه لارې شاته پريښي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې ترکېې ته د تګ پر لاره په ایران او ترکېه دواړو کې افغان کډوالو سره د وژل کیدو او ربړول کیدو تر حده د ناوړه چلند راپورونه خپريږي.

په کابل کې د طالبانو حاکمه اداره،چې ادعا کوي، دوی سره د سیاسي ستونزو له کبله هیڅ کوم افغان هېواد نه دی پريښی، په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو اداره تورنیږي،چې له هېواده بهر د افغان کډوالو د ستونزو په اړه بې تفاوته ده او په اړه ېې غږ نه پورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب