یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد تېرې شپې کرکټ لوبې ته د مفتي سمنګاني غبرګون توند غبرګونونه...

د تېرې شپې کرکټ لوبې ته د مفتي سمنګاني غبرګون توند غبرګونونه راوپارول

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې اوولسمه)‏‏ ‏د طالبانو یوه مشهور وياند مفتي انعام الله سمنګاني له پاکستان سره د افغانستان د تېرې شپې کرکټ سياليو په اړه په ښودلي غبرګون، توند غبرګونونه راوپارول.

نوموړي د يادې لوبې له ترسره کيدو څخه مخکې په خپله ټویټر پاڼه ولیکل:«کرکټ یوه ورزشی لوبه ده او لوبه بالاخره لوبه وی، دا لوبه هر کال او څو ځلي په مختلفو ځایونو کې کیږي، دا لوبی ټول عمر دوام لری، چې داځلی هم نه اولنۍ ده او نه هم اخرنۍ، نو مینه‌وال دې ډیر جدی کیږي ورته نه، دا نه د دوو هیوادونو جنګ ده او نه هم ده اسلام او کفر.»

يو شمير افغان فعالانو له سمنګاني څخه پوښتنه وکړه چې دا تبصره ېې ولې له نورو هېوادونو سره د افغان لوبډلې د لوبو پر مهال نه کوله چې له پاکستان سره د لوبې په وخت ېې وکړه.

د طالبانو ځينو منتقدانو د طالبانو د رسنيو د مرکز د مشر دغه څرګندونې له پاکستان سره د دې ډلې ژور تړاو وباله او ویې ویل چې طالب چارواکي په داسې خبرو غواړي په افغانستان کې د پاکستان ضد روحیه کمزورې او پاکستان ته په دې اړه خپل اخلاص او وفاداري څرګنده کړي.

د طالبانو یو شمېر نورو مطبوعاتي فعالانو بیا د پاکستان پر وړاندې د بېګانۍ لوبې له بایللو سره سره د افغان کرکټ ملي لوبډلې اتلولي ستایلې او ویلي چې پر خپلې لوبډلې ویاړي.

په دې برخه کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رييس مولوي حماد او یو شمېر نور د خپلو دريځونو له کبله د خلکو هرکلي سره مخ شوي دي.

د طالبانو یوې سرچينې تاند ته وويل چې د سمنګاني څرګندونې د طالبانو رسمي استازيتوب نه کوي.

د هغه په وينا، سمنګاني او ځینې نور طالبان په پاکستان کې د اوږدې استوګنې يا نورو تړاوونو له مخې ښايي پاکستان ته پر افغانستان لومړیتوب ورکړي.

د حکومت په رسنيو مرکز کې يوې سرچينې چې له مفتي سمنګاني سره دنده لري، تاند ته وويل چې نوموړی د پاکستان په هريپور سیمه کې زيږيدلی، لوی شوی او کورنۍ ېې لا هم په هماغه کمپ کې ژوند کوي.

ښاغلي سمنګاني د خلکو نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. په دوغو مولایونو پوکستانی مولویان ختلی، دغه وولی او ټول کونیان دی، بیوغیروته زومن

  2. یو متفاوت نظر:
    زه خپله د کرکټ د لوبی ډیر شوقی! یم، چی شپه او ورځ ئې نندارې ته ناست یم نه ستړئ کېږم. کرکټ ډیر هیجانی! او غیر استعماری ورزش دئ نو ځکه زه پر میَن یم.
    زموږ په سیمه کی یوه اصطلاح مروجه وه ( د هغه چا چی د چایو څخه ښه نه راتله نو کله چی به یو چا ترې وپوښتل چی فلانی خانه چای چیښې؟ نو هغه به په جواب کی ور ته وویل چی نه، د چایو د کښتګر لا انا …….)
    نو
    د کرکټ د هغه مخترع ادې لا د کرکِټ سوټی ته تړم.
    بله خبره دا ده چی :
    کومه کورنۍ د یوې سیمی څخه بلی سیمی ته روانه وه، غله پر پېښ سوه، د کورنۍ ټول غړی ئې سره جلا او د مځکی پر سطحه ئې د توپک د نېزې پواسطه یوه یوه دایره ترسیم کړه او د کورنۍ هر غړئ ئې په دایره کی ودرواه او اخطار ئې ورکړ چی پښه له دایرې بهر نکړی او وروسته ئې ټول نرینه او ښځینه تلاښی کړه او هر څه ئې ترې واخیستل.کله چی غله ولاړه نو دوی هم خپله لیاره واخیسته او د مقصد په لور روان سوه، د کورنۍ یوه غړی خپل مشر ( پلار یا ورور ) ته وویل چی بابا یا لالا تا خو هیڅ غبرګون نه وښود، هغه ور ته وویل چی په خالی لاس د توپک په وړاندی د هیڅ ډول غبرګون او مقاومت امکان نه ؤ خو دا یو د نر کار می وکړ او د غلو څخه می سخت انتقام واخیست. ماشوم د ذوق په ژبه ترې وپوښتل څنګه؟
    مشر ور ته وویل:
    غلو را ته اخطار راکړ چی پښه له دایرې بهر و نه باسم خو یو ځل د هغوی را ته پام نه ؤ او ما خپله یوه پښه د دوو ثانیو لپاره له دایرې څخه بهر کېښوده.
    نو
    دارلکُفر ( پاکستان ) د افغانانو ټوله هستی یرغمل کړې او شکولې ده خو افغان بیچاره فقط د پاکستان څخه د لوبی په ګټلو خوښ او راضی دئ.
    بله دا چی که دا سمنګانی بړوه په پاکستان کی لوی سوئ وی نو پښتو ژبه ئې ولی نه ده زده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب