دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهايران تېره اونۍ ۴۰زره بېوزله افغان کډوال له خپلې خاورې ايستلي

ايران تېره اونۍ ۴۰زره بېوزله افغان کډوال له خپلې خاورې ايستلي

تاند( پنجشنبه، د سنبلې لسمه) په نیمروز کې ځايي سرچينو ويلي،چې ایران تېره اونۍ څه باندې ۴۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

 ‏‏د سرچينو د معلوماتو په اساس، په دومره شمېر افغان کډوال یوازې د نيمروز د پل ابریشم له لارې بیرته افغانستان ته شړل شوي.

ويل کيږي،چې پر دې لارې سربېره ايران هره ورځ سلګونه نور افغان کډوال د هرات د اسلام قلعه په لاره هم بیرته افغانستان ته شړي.

یوې سیمه ییزې سرچينې تاند ته وويل،چې په ويستل کيدونکو کسانو کې اکثره بېوزله افغانان شامل دي،چې د کار یا د ایران له لارې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره دغه هېواد ته تللي.

ايراني چارواکو په وروستيو کې افغان شتمنو ته په دغه هېواد کې د پانګونې او بانکونو ته ېې د ډالرو د وړلو په بدل کې د اقامې ویزو د ورکړې اعلان کړی دی.

په ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرست څو ورځې مخکې وويل،چې له تېر يوه کال راهيسې څه باندې يو ميليون نور افغان کډوال ایران ته تللي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط له پیله تراوسه سلګونه زره افغانان نورو هېوادونو ته تللي،چې یوه لویه برخه ېې پانګوال او سوداګر دي.

دوی په ترکیه، متحده عربي اماراتو، پاکستان او ايران کې سلګونه میلیونه ډالره پانګونه هم کړې،چې د افغانستان اقتصاد ته یې لوی تاوان رسیدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب