دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهتېر کال ۲،۸ميلیونونه الکترونيکي تذکرې وېشل شوي

تېر کال ۲،۸ميلیونونه الکترونيکي تذکرې وېشل شوي

تاند( پنجشنبه، د سنبلې لسمه) د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لپاره د طالبانو سرپرست، ډاکټر فقیر محمد زیار وايي،چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، په مرکز او ولایتونو ۲ میلیونه او ۱۷۷ زره الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

‏د هغه په وينا له دې پلوه طالبانو تېر کال، یو میلیارډ او ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

‏د يادې ادارې سرپرست زیاته کړه، اوسمهال د هېواد په کچه، د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش ۶۸ مرکزونه چې ۱۵ یې په کابل او ۵۳ یې په ولایتونو کې دي، فعالیت لري او د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش له پیله تر دې دمه، په ټولیز ډول ۸.۲ میلیونه پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

د طالب چارواکي په وینا، دغه اداره له یونیسف موسسې سره په همغږۍ د امیکس پروژې د پلي کولو هوډ لري، چې له مخې به یې ۴۵۹ تنو ته د کار زمینه برابره شي.

د الکترونيکي تذکرو د وېش چارې د ولسمشر غني د حکومت پر مهال پیل شوې وې،چې د افغانستان د عصري کيدو یو مهم اساس ګڼل کېږي.

1 COMMENT

  1. دا الکوزی خو د پښتانو ټیر او قوم څخه دی ، دلته څنګه دوی تاجک شول ، دا یی بله کومه لوبه د جنس تغیر می اوریدلی ول ، خو د قوم می تر اوسه نه وو اوریدلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب