دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههرات ته د کورنيو او بهرنيو سیلانیانو ورتګ زيات شوی

هرات ته د کورنيو او بهرنيو سیلانیانو ورتګ زيات شوی

تاند( پنجشنبه، د سنبلې لسمه) ‏‏د هرات طالب چارواکو ويلي،چې دغه ولایت ته د بهرنيو او کورنيو سیلانیانو ورتګ زيات شوی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ طالب رییس

مولانا نعیم الحق حقاني وايي،چې تیر کال زرګونه کورني او بهرني سېلانیان دغه ولایت ته ورغلي او له سياحتي سیمو یې لیدنه کړې ده.

 نوموړي د امنيت تامين او سیلانیانو ته د ښو خدمتونو زمينه سازي د سياحتي وضعیت د ښه کیدو اصلي لاملونه ګڼلي دي.

هرات د افغانستان له لرغونو او فرهنګي ولايتونو څخه دی،چې خلک ېې د طالب چارواکو چلند هم د نورو سیمو په نسبت ښه بولي.

ويل کيږي،چې په هرات او ډېرو نورو غیر پښتني ولایتونو کې د پښتني ولایتونو برعکس طالب چارواکو نجونو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو د زده کړو اجازه هم ورکړې ده.

1 COMMENT

  1. که دا خبره رښتیا وي چې په هرات کې ټالب چارواکو نجونو ته د تحصیل زمینه برابره کړېده ، کېدای شي د تعلیم او تحصیل مینه وال دغه ولایت ته کډه وکړي او خپلو تحصیلاتو ته دوام ورکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب