دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهځايي سرچينې:کونړ کې یو ط-اب قومندان پر یوې ښځې د جنسي تېري...

ځايي سرچينې:کونړ کې یو ط-اب قومندان پر یوې ښځې د جنسي تېري پر وخت وژل شوی

تاند( پنجشنبه، د سنبلې لسمه) ‏‏يو شمېر ځايي سرچينې ادعا کوي،چې تېره شپه یو طالب قومندان د کونړ په باډیل دره کې پر یوې ښځې د جنسي تېري پر وخت وژل شوی دی.

په کونړ کې پخواني ځايي خبريال محمد زمان سهیل د سیمه ییزو سرچینو په قول خبر ورکړی،چې وژل شوی طالب قومندان ملا جلال نوميده او د کونړ نرنګ ولسوالۍ “پل پوستې” قومندان و.

 سرچینې وایي، دغه طالب قومندان غوښتل پر ښځو جنسي تېری وکړي، خو د کور خاوند پرې راویښ شوی او قوماندان جلال او یوه ښځه یې وژلي دي.

ځايي خلکو دغه عکس د وژل شوي طالب قوماندان اړوند ګڼلی.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني وياند او د حقاني شبکې پر يوه مهم کس قاري سعید خوستي د يوې ښځې له لوري هغه ویډیويي ادعاوې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي،چې نوموړې پکې سعيد خوستی پر دې په جنسي تیري او بيا په زوره نکاح کولو تورنوي.

سعید خوستي بیا ویلي،چې د ډاکټر الاهې دلاورزۍ په نوم دغې نجلۍ خپله ترې د واده غوښتنه کړې وه او ده د عقیدوي ستونزو له کبله هغه طلاقه کړې ده.

3 COMMENTS

  1. الله تعالی دی دا وحشیان او په سپینه جامه کی لیوان او شرمخان تباه او برباد کړی چی د خپل قدرت نه سوء استفاده کوی او د افغانانو په ناموسونو په ښکاره تیری کوی.
    وژل شوی ښځه که بی ګناه هم وی خو ددې وحشی ځناور له خوا هغه هم وژل شوی ځکه چی هیڅ یو سړی پرته له ښځی پدی سیموکی څو ک نشی وژلی او که يی ووژنی کورنۍ ته يی ستر د سرونو زیان رسیږی او بیا چی تالبی قوماندان هم وی.
    الله تعالی دی دا وحشیان او ځناور دځمکی له مخ نابود کړی چی افغان ولس يی له شره خلاص شی.

    تالبی ملایان او قوماندانان شرعی مرده ګاوان دی او ددین اواسلام په نوم د افغانانو په ناموسونو باندی تیری کوی او بیا ددین پوستکی اغوندی چی ځو ک ورته غږ ونه کړی او که چا غږ پورته کړ سمدستی پری دکفر ټاپی لګوی.
    پښتون ولس باید راویښ شی او ددې مرده ګاونو او هیرامنډۍ مړوسیانو په خلاف اقدام وکړی ځکه چی دوۍ د اسلام او پښتونولۍ دښمنان دی.

  2. TO TALIBAAN”
    WE ARE AFGHANS PUSHTOONS;
    WE ARE NOT PUNJABI.STOP SEX ACTIVITY IN AFGHANISTAN.
    IF NOT AS SOON YOU WILL COME UNDER ANGER OF AFGHANS
    AFGHANS CAN NOT ACCEPT ANIMAL KINGDOM.
    ZENDAH BAAD AFGHANS PUSHTOONS.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب