شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونه« د کابل د ملایانو غونډې ته ۸۰ پاکستان مېشتي ملایان هم...

« د کابل د ملایانو غونډې ته ۸۰ پاکستان مېشتي ملایان هم وړل شوي »

تاند( شنبه ، د سرطان یوولسمه )‌‏‏ د پاکستان يو مشهور خبریال او څېړونکی شميم شاهد وايي ، چې ‏د طالبانو د‌ ملايانو درې ورځنۍ غونډې ته له پاکستانه نزدې اتیا ملايان د دغه هېواد د چارواکو له لوري وړل شوي دي.

 شمیم شاهد د‌ ډیوه راډیو پر فيسبوک پاڼه په يوه ويډيويي بحث کې ويلي ، چې ياد شوي ملايان اکثره د پښتونخوا له مختلفو هغو سيمو څخه وړل شوي، چې له پخوا نه افغان کډوال پکې اوسېدل.

ده ادعا وکړه ، چې د دغو افغان ملايانو له يوه کس سره يې خبرې شوي او هغه ورته ويلي:« بس يوه ډرامه ده ، مخکې نه فيصلې شوي، په موږ او نورو ګډونوالو يې تاييدوي.»

دغه مشهور پاکستاني شنونکي په دې اړه، چې آيا د دغو ملایانو د استولو غوښتنه طالبانو کړې او که د پاکستان حکومت خپله ورلېږلي، څه ونه ويل.

مخکې د جمهوري نظام يوه مشهور طالب ضد والي محمد حليم فدايي هم پر خپل ټويټر ورته ادعا کړې وه، چې دغې غونډې ته پاکستاني ملايان هم وړل شوي.

هغه لیکلي وو: « ‏د لویې جرګې خېمه کې ځکه پرته له تصوېرونو او عکسونو دا غونډه له ولس او رسنیو پټه جریان لري چې دې غونډې ته د افغانانو په نوم پاکستاني او د فوځ مسوولین هم په شخصي لباسونو کې ورغلي دي.ټول جریان د پاکستان خفیه ادارې ثبتوي او تخنېکران یې هم پاکستانیان دي. »

بل لور ته ځینو رسنیو د ملایانو د دغې غونډې د ګډونوالو د شمېر په اړه د ضد و نقيضو ارقامو يادونه کړې او طالبان یې په دې اړه په دروغ ویلو تورن کړي دي.

د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي پرون په یوه خبري غونډه کې وويل ، چې د ملایانو غونډه په ۳۰ کمېټو کې ، چې هره يوه ېې ۲۰ غړي لري ، خپلمنځي بحثونه پیل کړي دي.

رسنيو د دغو ارقامو له جمع کولو سره د غونډې د ګډونوالو شمېر ۶۰۰ تنه اټکل کړې او ویلي ، چې طالبانو خو تر دې مخکې د غونډې د ۳۵۰۰ ګډونوالو ادعا کوله.

طالبانو په دې اړه نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

دوی تر اوسه د ملایانو د غونډې د جریان یو عکس او يوه دقيقه ویډیو هم نه ده خپره کړې.

د طالب وياندويانو له لوري خپريدونکي ټول عکسونه د غونډې د بینرونو او تشو څوکیو اړوند دي، چې خلکو سره ېې پوښتنې رامنځته کړي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب