دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل ته د عبدالله ستنيدل، د پاکستان او ايران سفیران نن ستړي...

کابل ته د عبدالله ستنيدل، د پاکستان او ايران سفیران نن ستړي مه شي ته ورغلي وو

تاند( دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) ‏‏‏ د پرزول شوي جمهوري نظام د مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، چې اوړمه ورځ د هندوستان له یو نیم مياشتيني سفر څخه بیرته کابل ته ستون شو، کور ته ېې د ستړي مه شي په دود د ‌سیاسي‌ او ديپلوماتيکو څېرو ورتګ پيل شوی.

نوموړي نن په خپله ټويټر پاڼه کې ولیکل، چې په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان او د ايران سفير حضرت بهادر امینیان يې لیدو ته ورغلي وو.

عبدالله عبدالله له ډېرو جزییاتو پرته ویلي، چې په دی ليدنو کتنو کې د افغانستان پر روان وضعيت بحث او خبرې شوي دي.

د سياسي چارو شنونکې عادله بهرام وايي، د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته فکر نه کوي چې د طالبانو د راتلو له خطر سره بیا هم په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله پاتې کېدل دې د طالبانو د ملاتړو سیمه ییزو او نورو استخباراتي شبکو له همغږۍ پرته شوی وي.

پرون پخوانی ولسمشر حامد کرزی، سید اسحق ګیلاني او ځینې نورې سياسي څېرې هم د عبدالله عبدالله د لیدو لپاره ورغلي وو.

ښاغلي عبدالله کابل ته له بیرته ستنیدو سره ډېر‌ سياسي شنونکي حیران کړي.

د شنونکو په باور، يا خو عبدالله د طالبانو په مخالفو لوریو کې د لوبیدو اعتبار او چانس نه درلود او یا دا چې طالبانو سره په واک کې د شريکېدو پټې هوکړې لري، چې ورنه د استفادې لپاره بیرته کابل ته را ګرځیدلی دی.

ښاغلي عبدالله او طالب سرچینو داسې خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. د خائین جاسوس او چور کوونکی عبدالله عبدالله سره د خائین جاسوس او چور کوونکی کرزۍ د خائينو طالبانو او ددوی مشترک بادار ته زیاتره نږدی دی ، عبدالله عبدالله د مشترک بادار په اجازه هند ته سفر درلود او دده کابل ته دوباره راګرزیدل حتمی وو ، دا چی دا دواړه باید کابل کښی پاتی شی او غله چورکوونکی فاروق وردګ او دا بل د جمعیت برهاندین سان چارکی کابل ته راځی وروسته به ولیده شی چی د بادار په خواهش سره به دا ټول خائینین د همه شمول ډرامی لپاره به سره یو ځای کیږی او دا مرتجع منورین به بیا بل ډول اوازونه را پورته کوی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب