دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې نوې فتوا، ملا برادر وايي د حکومت دفاع یې...

په کندهار کې نوې فتوا، ملا برادر وايي د حکومت دفاع یې په خلکو فرض ده

تاند( دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) ‏‏‏ د طالبانو د واکمنۍ خلاف د وسله والو او سياسي مخالفتونو له زياتيدو سره، د دوی د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر نن کندهار ولايت ته تللی.

نوموړي په دې سفر کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ليدنه کړې او خپلو جنګياليو ته يې وينا کړې ده.

ملا عبدالغني برادر د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي:« د نظام ساتنه هغسې فرض ده، لکه د کفارو خلاف چې جهاد فرض و.»

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال دغه راز د طالبانو ځواکونو سره د دغه ولايت د خلکو د نيږدې همکارۍ غوښتنه کړې او پر متقابل درناوي يې ټينګار کړی دی.

ملا برادر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د کندهار په ګډون د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د طالبانو خلاف د ځينو وسله والو هڅو د پيل راپورونه ورکړل شوي.

پرون د طالبانو د البدر قول اردو د سرحدي لېوا قومندان د دغه ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې پر مهال وژل شوی و.

1 COMMENT

  1. د افغانستان نه دتالب او تالبیزم په شکل کی دا وحشت او تور جهالت چی په ولس په زور حاکم دی له افغانستان نه يی نابودول په هرافغان مسلمان فرض عین دی.
    تالبیزم د اسلام د مقدس دین ، پښتونولۍ، او انسانیت سره ښکاره دښمنی لری او ددې وحشت او تور جهالت ملاتړ کول د اسلام د اساسی اصولونه سرغړونه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب