جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد خوست د ځنګلونو اور مړ، خو ننګرهار کې يوه ځنګل اور...

د خوست د ځنګلونو اور مړ، خو ننګرهار کې يوه ځنګل اور اخیستی

تاند( دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) ‏‏‏‏په داسې حال کې، چې خلک په خوست کې د ځنګلونو د اور وژلو له کبله د دې ولايت د ځوانانو رضاکارانه اقدام ستايي، د ننګرهار په يوه ځنګل کې د اور لګېدنې خبر ورکړل شوی.

‏د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ويلي، چې دغه اور د ‎ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ په ځنګل کې لګېدلی.

ځايي چارواکي وايي چې د اور مهارولو لپاره سیمې ته خلک استول شوي او د کابو کولو هڅې یې روانې دي.

ننګرهار په ‎کونړ، ‎نورستان او ‎خوست پسې څلورم ولایت دی چې په ځنګل کې یې اور لګېږي.

د طالبانو ځايي چارواکو د اور لګېدنې د دغو پېښو د علت په اړه څه نه دي ويلي.

خلک دې پرله پسې اور لګېدنو اندېښمن کړي دي، ځکه خو طالب چارواکو نه د وضاحت غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...