یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکرزی: ښځینه نطاقانې دې د ماسک اغوستو له حکم څخه سرغړونه وکړي

کرزی: ښځینه نطاقانې دې د ماسک اغوستو له حکم څخه سرغړونه وکړي

تاند(شنبه، د ثور ۳۱ مه) ‏‏‏‏‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو د حجاب په پلمه د طالبانو له وروستيو قيوداتو سره مخالفت څرګند کړی.

نوموړي له سي این این ټلویزون سره په یوه تازه مرکه کې وويل، چې په چادرۍ د ښځو پوښل او دغه راز د طالبانو له لوري د حجاب په نوم ښودل شوې بڼه د افغانستان د فرهنګ برخه نه ده، بلکې بهر نه دغه هېواد ته راوړل شوې ده.

نوموړي په ورته وخت کې د ټلویزونونو د ښځينه وياندويانو په اړه د طالبانو د حکم مخالفت کړی او ویلي، چې دوی نه بايد د طالبانو هغه امر پر ځای کړي، چې په ماسک يې د لا نور مخ پټول پرې اجباري کړي دي.

د طالبانو ياد شوي قیودات په پراخه او نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

د حامد کرزي یادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې خپله دی هم د طالبانو په « نظر بند» کې دی او شاوخوا نهه مياشتې کيږي، چې کابل نه د وتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

په وروستي ځل کرزي ته نیږدې سرچينو افشا کړه، چې طالبانو نوموړي ته په متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد د متوفی مشر د جنازې او غمرازۍ په مراسمو کې د ګډون په هدف د سفر اجازه نه ده ورکړې.

1 COMMENT

  1. سلام
    کاشکې جامد خان دومره پوهه درلودای چې افغانستان ،پرمختګ، تعلیم او تربیه ، سوله , امن , ایمان ,عزت او حجاب یعنی څه ؟دکرزی محافظه کاری ،منافقت، شیطانت او رسوایی خو اسلام کې پرېږده په هیح آيين کې خای نه لری . موږ عجیب فرهنګ لرو برهان الدین ربانی چې دکابل ښاریان یې څوکاله مسلسل ووژل نو عبدالرب سیاف لیونی دشهید لقب ورکړ دکندهار او هلمند وژونکی به سبا هم اتل وی له همدې خاین فلکک نه به معجزه جوړه کړی . همدا رسنۍ به وایی چې دا وه او هغه ……….حال داچې دبن د مردارې معاهدې دغه مکروب دحنفی له نیوکې څو برابره درانه او نه بشونکی جرمونه او جنایتونه کړی او خپل اعمال هیڅ نه وینی او نه یې پرخان راوړی. حمدالله د استخباراتو له کړکی سر راویست او به دیره بی شرمی او رندی بښنه غواړی وایی چراعاقل کاری که عاقبت ارد پشیمانی…….. دلته شپه که تیاره هم شی خو مڼې په شمار دی دترکیی ګلم جمو ،رهزنو ،قاچاق برو ،بګیلو ،تاریخ شرمو ،فراریانو، باتو ګانو او خاینوته ولس ګوری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب