Home+د تاج محل د بندو خونو په اړه د محکمې پرېکړه

د تاج محل د بندو خونو په اړه د محکمې پرېکړه

تاند- د هند د اله اباد محکمې د تاج محل د ۲۲ بندو خونو د پرانیستلو په اړه اقامه شوې دعوه رد کړه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د اله اباد له محکمې څخه غوښتل شوي و چې د تاریخي څېړنو لپاره د تاج محل د ۲۲ بندو خونو د پرانیستلو اجازه ورکړي خو محکمې د پنجشنبې په ورځ دا غوښتنه رد کړه.

دا خونې د هند د ارکیالوجیکي سروې د ادارې په کنټرول کې دي.

 مغول پاچا شاه جهان تاج محل د خپلې ماندینې ممتاز له مړینې وروسته د هغې د قبر لپاره جوړ کړی و.

له همدې کبله د تاج محل ودانۍ مېرمنې ته د وفادارۍ او تلپاتې مینې یو سیمبول ګڼل کېږي.

په اګره کې د دې ودانۍ پر جوړولو، چې د نړۍ یو شهکار ګڼل کېږي، په ۱۶۳۲ م کال کې کار پیل شو او ۲۲ کاله وروسته په ۱۶۵۳ کې بشپړ شو.

د دې معماري شهکار په جوړولو کې د معمارانو، انځورګرانو، حکاکانو او نورو هنرمندانو په ګډون ۲۰ زره کارګرو برخه لرله.

 تاج محل داسې جوړ شوی چې د ورځې یې څو ځلې رنګ بدلېږي. مثلا سهار یو ډول، مازیګر بل او د شپې له خوا بل رنګ پيدا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...