جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایلن مسک ذ ټړیټر د رانیولو لپاره ۴۳ ملیارد ډالره وړاندیز کړل

ایلن مسک ذ ټړیټر د رانیولو لپاره ۴۳ ملیارد ډالره وړاندیز کړل

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۵ مه) د نړۍ تر ټولو شتمن انسان ایلن مسک د ټویټر د رانیولو لپاره دې کمپنۍ ته ۴۳ ملیارد ډالره وړاندیز کړې.

ایلن مسک، چې تل به یې پر ټویټر نیوکې کولې او څو ورځې وړاندې یې د ټویټر ۹ سلنه ونډه په شاوخوا ۳ ملیارد ډالرو وپېرل، وايي چې د اغېزمن بدلون لپاره دا شبکه باید خصوصي شي.

دغه امریکايي پانګوال د اوونس په لومړیو کې د ټویټر د رييسه پلاوي غړیتوب رد کړ او هماغه مهال شنونکو اټکل وکړ چې دی غواړي چې دا شبکه یومخ واخلي.

ښاغلي ماسک د ټویټر کمپنۍ رييس برټ ټایلر ته لیکلي:«له پانګونې وروسته پوی شوم چې دا کمپنۍ په اوسني ډول نه وده کولی شی او نه خپل ټولنیزې اړتیاوې پوره کولی شي، نو پکار ده چې ټویټر د یوه خصوصي شرکت په توګه بدلون وکړي.

ایلن مسک، چې ځان د بیان د ازادۍ کلک ملاتړی ګڼي، په ځلونو پر ټویټر او د هغه پر پالیسۍ نیوکې کړي او تازه یې پر خپله ټویټرپاڼه کې یوه نظرپوښتنه د دې شبکې له کاروونکو پوښتلي چې ایا په دې باوري دي چې دې ټولنیزې شبکې د بیان د ازادۍ اصول رعایت کړي دي.

د ټویټر شبکې د رانیولو لپاره د ایلن ماسک وړاندیز سبب شو چې د دې کمپنۍ د ونډو ارزښت په سلو کې ۹ لوړ شي.

ایلن مسک له دې کبله چې ۲۱۹ ملیارد ډالره شتمني لري، د نړۍ تر ټوبو شتمن انسان ګڼل کېږي. دی په ټویټر کې ۸۰ ملیون تنه فالور لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب