دوشنبه, اکتوبر 14, 2024
Homeخبرونهپه ۷ میاشتو کې تر ۳۰۰ ډېرو افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله...

په ۷ میاشتو کې تر ۳۰۰ ډېرو افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند(دوشنبه، د حمل ۱۵ مه) د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف په یوه اعلامیه کې وویل، په تېرو ۷ میاشتو کې ۳۰۱ افغان ماشومان د ماینونو او له جګړې څخه د نورو پاتې شویو چاودېدونکو موادو د چاودنو له کبله مړه یا ټپیان شوي دي.

د یونسیف پر اساس، د ماشومانو د مرګ ژوبلو حقیقي شمېر تر دې خورا زیات دی خو دا هغه شمېر دی چې دوی توانېدلي چې ثبت یې کړي.

تر ټولو وروستۍ پېښه د تېرې جمعې په ورځ (د حمل ۱۲مه) د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې وه چې د هاوان د یوې ګولۍ د چاودنې له کبله ۵ ماشومان ووژل شول او ۲ نور ژوبل شول.

یونسیف په دې ډول پېښو خواشیني ښوولې او د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ملګروملتو یونسیف ادارې همداراز ویلي:«په افغانستان کې ماشومان د ناچاودلو مهماتو له درکه له خطر سره مخامخ دي؛ په تېره بیا په دې خاطر چې ماشومان د بېوزلۍ له کبله خپلو کورنیو ته د ټوک ډوډۍ لپاره مجبورېږي چې زړې وسپنې ټولې کړي.»

یونسیف په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودلیو مهماتو د ټولېدو او د هغو د خطر په اړه د عامه پوهاوي د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

سره بېره پر دې چې ډېر ځلې ماشومان د زړو وسپنو په لټه کې د پخوانیو مهماتو په چاودنو کې وژل کېږي په ځینو مواردو کې ماشومان له داسې وسیلو سره د لوبو په مهال د مرګ کومې ته لوېږي. له همدې کبله عامه پوهاوی ضروري برېښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب