دوشنبه, مې 20, 2024
Home+په دې ورځ ۷۳ کاله پخوا ناټو تړون جوړ شو

په دې ورځ ۷۳ کاله پخوا ناټو تړون جوړ شو

تاند (اپریل۴) له نن څخه ۷۳ کاله پخوا د ۱۹۴۹ میلادي کال په دې ورځ د شمالي اتلانتیک «ناټو» تړون په واشنګټن کې لاسلیک شو. د دې تړون له لاسلیکېدو سره سړه جګړه یوه نوي پړاو ته داخله شوه.

د دې تړون د پنځمې مادې پر اساس د ناټو هیوادونه ژمنه کوي چې که په هر غړي هیواد یې یرغل وشو، بل به یې ملاتړ کوي.

په پراګ کې (پخوانۍ چک او سلواکیا) د ۱۹۴۸ میلادي کال د فبرورۍ د پنځه ویشتمې نېټې کودتا یو خبرداری و چې امریکا، کاناډا او د لوېدیځې اروپا لس نور هیوادونه پرېکړه وکړي چې د ستالین په مشرۍ د ختیځ بلاک د احتمالي یرغل په وړاندې مقابله وکړي.

دوی د دې کار لپاره د شمالي اتلانتیک تړون وکړ.

د ناټو تړون لومړني غړي دا هیوادونه وو: د امریکا متحد ایالتونه، کاناډا، بریتانیا، فرانسه، بلجیم، فرانسه، ناروې، هالنډ، پرتګال، ډنمارک، ایټالیا او بلجیم.

د دې تړون له جوړېدو لږ وروسته ترکیه، یونان او بیا فدرالي جرمني هم ورسره ملګري شول.

د ۱۹۵۵ میلادي کال د مې په څوارلسمه شوروي اتحاد د ناټو تړون د جوړېدا په وړاندې په عکس العمل کې له خپلو اوو اقمارو سره د وارسا په نوم تړون جوړ کړ.

د شوروي اتحاد په اقمارو کې بلغاریا، پولنډ، البانیا، هنګري، رومانیا، چک او سلواکیا او ختیځ جرمني شامل ول. سره له دې چې دا تړون د پولنډ د مرکز وارسا په نوم یادېده خو د هغه قومانده او ټول واک د مسکو په لاس کې و خو د ناټو ترون قومانده د اتلانتیک شورا په غاړه وه.

دا دوه تړونونه تر هغو په نړۍ کې د توازن رامنځته کوونکي ګڼل کېدل چې شوروي اتحاد دړې وړې شو او وارسا نه یوازې ختمه شوه بلکې اکثره غړي یې یا په ناټو کې شامل شول او یا هلې ځلې کوي چې په ناټو تړون کې د غړیتوب شرایط ومومي.

ناټو تړون اوس ۳۰ غړي لري چې ۲۸ یې په اروپا اړ دوه نور په شمالي امریکا کې دي.

وروستی هیواد چې د ناټو غړیتوب یې ترلاسه کړ، شمالي مقدونیا وه چې د ۲۰۲۰ د مارچ په ۲۷ د ناټو غړی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب