شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد شهزاده سرای د چاودنې د ټپیانو شمېر نژدې ۶۰ تنو ته...

د شهزاده سرای د چاودنې د ټپیانو شمېر نژدې ۶۰ تنو ته ورسېد

تاند(یکشنبه، د حمل ۱۴ مه) د کابل د شهزاده سرای د نن سهار د چاودنې د ټپیانو شمېر نژدې ۶۰ تنو ته ورسېد.

روغتونونو ته ۵۷ ټپیان رسول شوي دي. تر ۳۰ ډېر ایټالیايي یا ایمرجنسي روغتون ته وړل شوي دي. په دې چاودنه کې د یوه تن وژل کېدا تایید شوې ده.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۱۰ تنو ټپي کېدا تایید کړې ده.

ایمرجنسي روغتون هم پر خپله ټویټرپاڼه تایید کړې چې ۳۰ ټپیان یې په روغتون کې بستر شوي دي.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي پر رسنیو یې فشار زیات کړی او اجازه نه ورکوي چې د امنیتي پېښو راپور د خپلو خبریالانو د معلوماتو پر اساس خپور کړي.

ځینې سرچینې وايي چې طالبان اکثره امنیتي پېښو ته له برمته ګرو سره د نښتې نوم ورکوي.

د هوا له تودېدو سره اندېښنه ده چې امنیتي پېښې به زیاتې شي ځکه چې طالبانو داسې ډېر اقدامات کړي چې د خلکو په تېره بیا ښاریانو کرکه یې پارولې ده.

د پنجشېر د مقاومت جبهې ترڅنګ داعش هم یوه له هغو ډلو څخه ده چې ویل کېږي د کسانو په ګومارلو بوخته ده او وار ته ګوري.

دې ډلې د هرات او کابل د تېرو دوو ورځو د بمي چاودنوو مسولیت منلی دی.

دويم تعقيب: د سرای شهزاده په چادونه کې د ۱۰ تنو ټپي کیدل تایید شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب