یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د کنفرانس ترڅنګ د چین او روسیې...

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د کنفرانس ترڅنګ د چین او روسیې غونډه

تاند(چهارشنبه، د حمل ۹ مه) د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان پر مسله د چین او روسیې د مشورتي میکانیزم غونډه به نن د انهون ولایت په تونکشي ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د کنفرانس په څنګ کې جوړه شي.

د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې دا غونډه نن پیلېږي او سبا هم دوام کوي.

ویندوی وانګ وینبین وویل، د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی یو کشیاویونګ به د کنفرانس مشري وکړي او د افغانستان لپاره د امریکا، روسیې او پاکستان ځانګړي استازي به پکې ګډون ولري.

وانګ ویبین وویل:«چین، امریکا، روسیه او پاکستان د افغانستان په مسله کې د پام وړ اغېز لري.»

وانګ هیله ښکاره کړه چې دا غونډه به د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د درېیم کنفرانس لپاره مثبتې پایلې ولري. د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو دوهم کنفرانس په تهران کې جوړ شوی و.

ده دا هم وویل چې چین د سیمې هیوادونه او نړیواله ټولنه هڅوي چې د افغانستان د سوله ییزې بیارغونې ملاتړ وکړي څو له دې لارې په دې هیواد کې سوله، ثبات او پرمختګ ژر ترلاسه شي.

د چین د بهرنیوچارو وزارت ویندوی وانګ وین بین پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، پر دې سربېره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د بهرنیوچارو وزیرانو یا استازو دوه ورځینۍ غونډه به هم د چین په مرکزي ښار تونزي کې جوړه او د افغانستان په اړه به بحثونه پکې وشي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي به هم په دې غونډه کې حاضر وي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان مساله یوه ساده او یواځې د افغانستان مساله نه ده بلکه د ټوله آسیا مساله ده چه غربیان له ۳۱۹۹ کالوونو راهیسې سترګې يې ورته نیولي دي، دا لوی هيوادونه روسیه ، چین او هند په دې پوهېږي! د جغرافیایي له نظره له چین نه تر قزاقستان او روسیه او سایبریا ټر عربی هیوادوونه تر هند و ایران و ترکیه تر نیمایی استانبول د آسیا پر جیولوجیکي تخته پراته دي او ټوله ګډ سره آسیا ده. دا لوی هېوادوونه لکه روسه او هند او چين له پېړیو پوهېدل چه د اروپا او غرب مرموزه پښه له هېڅ لارې نه پرېښودله نشي چه پښه په آسیا کې ټینګه کړي. چین او روسیه او هم هند نه غواړي چه غرب له آسیا نه ځان ته غلامان جوړ کړي، هغه دورې تللي دي، خو ډېر د ژړا ځای دی چه موږ افغانان خوشباوره او نا پوه پاتې یوو! خصوصاً غرب د پښتنو دښمنان دي او له مینځه وړل کېږي څرنګه چه د سویس یو خبیث جنرال «شتاهل» ما ته يې دا خبره په ۱۹۹۰ کې وکړه او د سویس لاس پکشې دووب شریک ؤ، کله چه دا خبره ترې ووتله، له کار نه برطرف شو! بایدې له له خوب نه ويښ شوو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب