یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+شنونکی: افغانستان د يو کمربند او يوې لارې پروژې ته ضرورت لري

شنونکی: افغانستان د يو کمربند او يوې لارې پروژې ته ضرورت لري

ډیوهک بیجنګ

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي څو ورځې مخکې افغانستان ته سفر وکړ او په ترڅ کې يې په جلا جلا توګه د افغانستان د سرپرست حکومت له مرستيال صدراعظم ملا عبدالغني برادر او بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره خبرې وکړې.

د افغانستان خوا هيله ښودلې، چې چين له افغانستان سره د اقتصاد او تجارت، د انرژيو او کانونو د استخراج، کرهنيزو چارو، استعداد لرونکو کسانو د روزنو په شمول ځينو برخو کې همکارۍ وکړي. افغانستان به چين ته ښه توليدات صادر کړي او د چيني تصديو هرکلی کوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د اقتصادي چارو مشهور شنونکي صیام الدین پسرلي د چین او افغانستان تر منځ د اقتصادي اړیکو په

صیام الدین پسرلی

اړه د چین مېډیا ګروپ د پښتو څانګې له خبریالې سره په یوه مرکه کې وویل ، چې چين د سيمې او نړۍ په اقتصادي حالاتو او وضعيت باندې ډېر مثبت اغېز درلود او لري، له نېکه مرغه له ډېر پخوا نه د چين او افغانستان اقتصادي او سوداګريزې اړيکې دوام لري، چې هر کال په ميليارډونو ډالره د چين توکي افغانستان ته  واردیږي.

پسرلي زیاته کړه، چې افغانستان او چين دواړه کولی شي، د تېر حکومت په جريان کې د  دواړو خواوو د لويې پټلۍ له لارې چې د چين توکي په مستقيمه توګه د افغانستان تر حيرتان بندر پورې رسېدل او موږ له دې لارې انتقلات درلودل، نو  که چېرې د افغانستان په  کانونو پانګونه وشي، نو چين يو ډېر ښه مارکيټ دی چې موږ کولی شو خپل ښه مواد او معدني مواد چين ته صادر کړو، او د همدې رېل لیکې له لارې دا کار کولای شو او خپلو وارداتو ته له چین نه ادامه ورکولای شو.

چين په تېر کال کې له افغانستان څخه د ۳۶ پروازونو له لارې جلغوزي وارد کړل او افغانانو  ته یې څه باندې ۲۲ميليونه ډالره ګټه  ورسوله. ښاغلي صيام الدين پسرلي د چين او افغانستان تر منځ د اقتصادي او تجارتي اړيکو په هکله څو برخو ته  اشاره وکړه او د مرکې په ترڅ کې يې  وویل، چې چين د افغانستان په څو برخو کې ډېر مهم رول لوبولی شي.  لومړی، زموږ تجارتي اړيکې دي، چې چين د نړۍ هېوادونو ته توکي صادروي، موږ کولی شو چې له چين څخه توکي په ښه قيمت او کيفيت وارد کړو، همدارنګه بيرته کولی شو چې چين ته خپل ښه  توکي صادر هم کوو. زموږ د جلغوزو لپاره چين يو ښه مارکيټ دی.. دويمه برخه چې ډېره مهمه ده ، هغه ګډه پانګونه ده. چينايي پانګوال کولی شي، چې په افغانستان کې پانګونو کې مشخصاَ د معدنونو او زراعت په برخو کې، چې دا د دواړو ګاونډيو هېوادونو لپاره ډېره مهمه ده، تر دغه پانګونه وشي او موږ هم د چين صنعتي ظرفيت او پانګونې ته ضرورت لرو. افغانستان معدني هېواد دی او موږ ظرفيتونه لرو، چې  تر اوسه له دغو وړتیاوو څخه استفاده نه ده شوې، دا یو ښه فرصت دی، چې د چين له هېواد څخه همکارۍ وغواړو او ولس له دغه فرصت څخه استفاده وکړي.

د چین له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنو کې د افغانستان خوا ويلي، چې افغانستان ځانګړی جغرافيايي موقعيت لري او د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې به برخه ولري او د دې سيمې د هېوادونو تر منځ د تګ راتګ پل به وګرځي .چين هم په يو کمربند او يوې لارې کې د افغانستان د ګډون هرکلی کړی او ويلي يې  دي، چې افغانستان ته د چين او پاکستان دهليز د غځېدلو هڅونه به وکړي تر څو د اسيا زړه په توګه افغانستان د دې سيمې د هېوادونو تر منځ د تګ راتګ پل وګرځي.

د یو کمر بند او یوې لارې د نوښت په اړه ښاغلي صيام الدين پسرلي وويل ، چې افغانستان کولی شي د يو کمربند او يوې لارې د سترو پروژو يوه برخه وشي. افغانستان دا ظرفيت لري، چې د دې پروژې يوه برخه وشي.  افغانستان ظرفيت لري، چې د پاکستان له ګوادر بندر څخه چې چين هلته پانګونه   او استفاده وکړي او انتقالاتو ته نژدې هم تماميږي،نو موږ کولی شو چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د جنوبي اسيا له هېوادونو سره وصل کړو او د لويې پروژې، چې د چين لخوا تمویلیږي او يا زموږ لخوا او يا هم د پاکستان او نورو هېوادونو لخوا ترتيبېږي، چې هغه کې افغانستان او چين مهم رول ولري، نو د افغانستان حضور ډېره مهم ده.

ده زیاته کړه، چې موږ بايد د دغو پروژو يوه برخه شو.د لويو پروژو تطبيق په سيمه کې ډېر مهم دی. زموږ ګاونډي هېوادونه او د نړۍ هېوادونه کولی شي، په دغې پروژې کې شامل شي او افغانستان د دغې پروژې يوه برخه شي او په ګډه سره کار وکړو او دغه پروژې تطبيق کړو. نو موږ ضرورت لرو، چې افغانستان د يو کمربند او يوې لارې يوه برخه شي او داسې پروژې تطبيق شي، چې افغانستان ته ګټې ورسيږي.

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درېيمه غونډه به نن او سبا په چين کې تر سره شي. ښاغلي صيام الدين پسرلي د دغې غونډې د رول ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د چين په مشرۍ دغه غونډه به د افغانستان مسئلې حلولو لپاره اغېزمن رول ولوبوي او د افغانستان ګاونډي هېوادونه به د دې سيمې د سمسورتيا لپاره ګډې همکارۍ وکړي.

1 COMMENT

  1. چین وایی پشۍ به داوړو جوړه کړم میو به پکې څوک وکړی؟
    اقتصادی مفسر دلوښې رنګ ،ظرفیت او دمنځنی آسیا موقعیت ،نړیوال کمربند یې چې سګک نه لری، نزاکتونه او دپروژو دتمویل اغیز نه دی څيړی . چین چې لاهم لوبه کوی خو لوبغاړی نه دی وږی،حریص اود نړیوال پلاستیکی سیاست ډغرې وهی او دافغانستان ناپیلتوب په ګاونډیتوب په کمزوری سیاست کې ګواښی ایا اسلامی امارت سره دغه ثبات دمنځنی آسیا ذنیمه اشغالو هېوادونو سیاسی مارکیټ اوکتار کې پاللی شی.روس او چین دواړه په مصنوعی ډوله سیاست منډو اوترړو کې اخته دی ځکه دوی پوهیږی چې نړۍ دافغانستان کړکېچ بشری فاجعې،تعلیم اوتربیی،رسمیت پېژندلو او اقتصادی رنګارنګ تورم ، دمرستو په نوم د بی ثباتی په هاها کې ساتلی . داسلامی امارت دحوزې مبادی اوضرورت ،ددېبلوماسی دریځ اوپه کنفرانس کې دمشروعیت لومړیتبونه له نورو مسایلو مهم دی اول سلام بیا کلام مولوی صاحب متقی په کنفرانس کې دیوه فعاله دېپلومات په توګه نه دسامع یا اورېدونکی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب