Homeخبرونهد بريښنايي تذکرو مرکزونه هره ورځ تر ۱۷ زرو پورې تذکرې ویشي

د بريښنايي تذکرو مرکزونه هره ورځ تر ۱۷ زرو پورې تذکرې ویشي

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې څوارلسمه)‏ ‏د طالبانو له لوري د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ټاکل شوي سرپرست ډاکټر محمد زیار ویلي، چې د کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه فعالیت کوي.

د هغه په وينا، دا مرکزونه هره ورځ له ۱۶ زرو څخه تر ۱۷ زرو پورې کسانو باندې پېژند پاڼې وېشي.

‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې طالب سرپرست نن په يوه خبري ناسته کې وويل: هویت د هر افغان حق دی او د احصایې او معلوماتو ملي اداره تل هڅه کوي چې ټول افغانان له دغه حق څخه برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک د بريښنايي تذکرو د ترلاسه کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو څخه شکایت لري.

د احصايې ملي ادارې يو شمېر تخنيکي کارکوونکو په وروستيو کې د طالبانو له لوري د دوی د ګوښه کیدو او پر ځای یې د طالبانو د اړوندو خلکو له ټاکل کیدو هم شکایت کړی.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...