قهوه الفیشاوي د قاهرې ښار خان الخلیلي زاړه بازار ته په لاره کې ، یوه پخوانۍ کافه ده او زه څو واره ورغلې یم.
دلته به د دې لپاره ورتلم چې نجیب محفوظ ورتلی.
ویل کېږي چې نجیب محفوظ به شنې چايي چښلې او خپل ډېر اثار یې هلته لیکلي دي.
په دې کافه کې یو کونج چې محفوظ به کښېنوست ، د هغه په نوم دی.
ماته به یې هسې خوند راکاوه چې د محفوظ په فضا کې ناسته یم.
یو څه دا هم ده چې زه له مړو سره تر ژوندو زیاته علاقه لرم ځکه مړي تغیر نه کوي .
هغه تصور چې زه یې له محفوظه لرم، هغه زه ساتلائ سم او محفوظ ژوندی نه دی چې را خراب یې کړي.
بل دا چې په الفیشاوي کې د مصر اونورې نړۍ هغه کسان چې له تاریخ او ادبیاتو سره علاقه لري کښیني، لیکنې او خبرې کوي،
دلته د افکارو د تبادلې او بحثونوجالب ځاي دی، خلک له لري – لري سیمو ورته راځي.
زه چې کله الفیشاوي ته ورغلې یم، د محفوظ په هوا کې مې شنې چايې چښلې دي.
هلته به مې له ځان سره چرت واهه او د محفوظ د کیسو په اتلانوکې به مې ځان ته کتل او فکر به مې کاوه چې که زه داسې وائ یا هغسې وائ ما به څه کول ؟
دا یوه ډېره خوندوره لوبه ده اوساعتونه زه په دې لوبه کې تېرولائ سم.
ماته خوند راکوي چې په نورو انساناوکې په ځان پسې وګرزم.
ایا دا به ریشتیا وي چې د انسان روح په زورله اصله جلا سوې او نړۍ ته راستول سوې ده نو له دې کبله د یوه ورک شي په تلاش کې ده ؟
ځینی خلک داسې باور لري.
هرڅه چې ده .
داسې ورک تلاش زه په ځان کې احساسوم او اکثر په داسې ځایونو پسې ګرزم چې هلته د یوڅه اشنا څرک وي.
البته، ۱۴۰۰ لمریز کال دي خداي په عمر نه را حسابوي.
روم ته تللې وم او غوښتل مې چې د ګریکو په نوم کافې ته ولاړه سم.
دې کافې ته به د کوچنیانودکیسو معروف لیکوال ، هنس کریستیان اندرسن زیات ورتلل.
زه چې کوچنۍ وم ، د اندرسن کیسې به مې لوستې .
هغه وخت چې په افغانستان کې پر موږ ټولې لارې بندې وي، د اندرسن په کیسوکې به مې کله ځان (سپینه واوره ) بلل او کله (د واورو ملکه) او کله به د اوسۍ پر ښکرو سپره د دنیا په چکر وتلې وم او د تورو ځنګلونو سیل به مې کاوه.
خو زه چې روم ته ولاړم ، د کرونا د ویروس له غمه ټول ځایونه بند وو.
بیا کابل سقوط سو او زما ډیپریشن لا زیات شو.
زه دا نه وایم چې پرما به دافغانستان غم تر نورو دروند وي خو زه سوالونه لرم او زما سوالونه ځواب نه لري او بې ځوابه سوالونه مې زړه خوري.
سوال مې دا دی چې که زموږ خاتمه داسې وه نو ولې خلک ووژل شوو؟ ولې داعي ؟ ولې سباوون؟ ولې دواخان؟ ولې دا دومره ډېر نور خلک ووژل شوو؟
د چیشي لپاره ؟
ولې؟
که سړی ښه فکر ورته وکړي، دا بیخی لوی سوال دی.
دې ولې ماته ډیپریشن را اچولی دی.
ډاکتر راته ویل چې له هره اشنا محیطه باید ووزې او داسې نوي ځاي ته ولاړه سه چې له دې (ولې) څخه لري سې.
د امریکا بالتیمور ښار ته ولاړم.
په حقیقت کې، پر بالتیمور مې هسې لاره ور برابره سوه.
خو زما فکر اوس دا نوې لوبه شروع کړې ده.
هر ځاي چې ولاړه سم ، نا خوداګاه ، په دې پسې ګرزم چې کوم ځاي لکه کابل داسې دی، د کوم ځاي بلاکونه مکرویانوته ورته دي، کومې ونې هغسې دي لکه زموږ د کور شاته په پارک کې؟
زه هلته را لویه سوې یم.
پر سرک روانه وم ، فکر مې کاوه چې کوم ځاي کابل ته ورته دی.
خړې مرغۍ مې ولیدې، کټ مټ لکه دافغانستان خړې مرغۍ .
په مرغیو پسې روانه وم چې د سرک پر غاړه مې پر یوه لوحه سترګې ولګېدې چې (هلمند رسټورانټ) پرې لیکل شوي و.
ورننوتم د افغانستان تر بیرغ لاندې پر مېز کښېنستم.
ګارسون ته مې ویل ، مال له ډوډۍ سره خام پیاز راته راوړه.
پوه سوم چې امریکايي و. یو څو واره یې راته وویل چې څنګه پیاز؟ څنګه یې ټوټه کړم ؟
بلاخره یې پياز راوړ.
په ډوډۍ ناسته وم چې یو سپین ژری سړی راته ودرېد ، وايي،دا پیاز تاسي راغوښتي وو؟
مال و.
راسره کښېنوست .
د پخواني ولسمشر ورور ، قیوم کرزی صاحب و.
د پخواني کندهار کیسې یې راته وکړې.
وايي په کندهار کې یو وخت د پښتونستان د کافې په نوم یو ځاي و چې هلته به ملایان، سیکولر، د مشروطې پلویان، ويښ زلمیان او د مختلفو فکرونو خلک سره کښېناستل او مجلسونه به یې کول . وايي، افغانستان هغه وخت بل وړ هېواد و او بل وړ یې خلک وو.
ريښتیا وايي، د هغه افغانستان تهذیب لا هم د هغې زمانې په خلکو کې لیدل کېږي.
کرزي صاحب په دومره مینه او شفقت خبرې راسره وکړې چې مال، یو عکس خو راسره واخله؟
وایی ، سمه ده.
مال ، کرزی صاحب دا ماسک دي نه لرې کوې چې خلک خو دي وپېژني چې ما له چا سره عکس اخیستی دی.
ویې خندل ، وايي خلک چې زما سر ته وګوري پوهېږي چې کرزی یم او خداي په اماني مو سره وکړه.
له هغې ورځې راهیسې په بل چرت کې یم.
یو وخت به مې ګومان کاوه چې زه په ژوند کې هدف نه لرم نوځکه د ورکوالي احساس لرم.
له کرزي صاحب سره په خبروکې مې یو لوی هدف پیدا کړ.
هدف مې دا دی چې یو وخت به زه کندهار ته ځم او د پښتونستان کافه به بیا جوړوم .
ټول خلک ، که ملایان دي که عامیان به راځي .هلته به زرهاوو کتابونه وي او یو لوی تحقیقاتی مرکز به وي په نوم د (مطالعه پښتونستان) او د پښتنو د تاریخ او ایندې لپاره به خبرې په کې کوو.
نظریه مبارزه زيږوي. بې مبارزې ژوند یعنې څه؟
د مشر کرزي صاحب خبرو ما ته نوی نظر راکړ.
دا کمه خبره نه ده.
نو په احترام به یې په پښتونستان کافه کې یو کونج د هغه په نوم کړم.
کرزی صاحب له ما د ډوډۍ اوچاي پیسې وانخیستې، وایی دا ستا لپاره میلمستیا وبوله.
په کافه پښتونستان کې به هغسې شنې چايي خلک چښی چې نجیب محفوظ چښلې او هغسې به مفتې به وي لکه ما چې د کرزي صاحب پر دسترخوان وڅښلې.
زه به هلته د افغانستان د کوچنیانولپاره لیکنې کوم او د کرستیان اندرسن غوندې به د ناممکن د ممکنولو لپاره د پرواز کولو فکر ورکوم.
دا به زموږ قهوه الفیشاوي وي.
دلته به زموږ ځوانان، د لراو بر افغان له ورک هویت سره یوځاي کېږي.
دلته به دنورې دنیا ځوانان د پښتنو پر تاریخ او کلتور بحث او تحقیق کوي.
موږ به لکه د روم اوقاهرې خلک پر خپل ثقافت فخر کوو.
خودا به ټول په ازاد افغانستان کې کېږي.
او افغانستان به څه وخت ازادیږي؟
افغانستان به څنګه ازاديږي؟
اوس مې دا فکر سر خوري.
اوس خو برباد غوندي یوو، که یا؟
احمد فراز څه ښه ویلي دي:
آ کې دیکهو تو سهی شهر مرا کیسا هې
سبزه وگل کې جګه هی درو دیوار به خاک
د لیکوالې د ټویټر ادرس: https://twitter.com/home
درني خوري سلامونه
ستاسو ليکني ډير په مينه لولم ځکه چي په ليکنو کي مو تاسو ټول ادبي، فلسفي، هنري او ټولنيز ټول اړخونه را نغښتي دي. ماته ستاسو له ليکنو سره سم واره له مخه خداي بښلي استاد شپون را ياد شي.
ډيره په زړه پوري نوستالژيکه ليکنه وطن وطن وطن .
ډېره شايسته ليکنه. زړه را ژوندی کوي. يو جهان مننه.
دغه نجلۍ خو په سرو زرو ارزي
څومره خوږې لیکنې کوي څومره ښایسته خیالونه لري
ورته ووایاست چې لیکه لیکه لیکه
ستافطرت کې یو یاغیتوب پروت دی چې ستا خبرو او لیکلو ته خوند وربخښي
وروڼو تاسو ټولو په حقیقت کې د خویندو عالی احساس، وطنپالنه، لوړ فکر او صداقت وستایه او اعتراف مو وکړ چی ښځینه له نارینه و څخه زیاتی دی او کمی نه، نو بیا ولی ورته د کار، تحصیل، لیکنی او ټولنیزو چارو کی د ګډون حق نه ورکوئ. اوس به ان شاالله پښتنی تولنه لږ روښانه شوی وی. خو خورجانی ته وایم چی تا د نورو افغان، خصوصاٍ پښتنو میرمنو لپاره یوه ډیره روښانه لار او د دوی د اجتماعی ، علمی ، اقتصادی او سیاسی فعالیت لپاره روښانه لار وکښله مبارک دی وی. دا وطن به همدا خویندی جوړوی، همدوی به یی آزادوی ،همدوی به یې روښانه کوی له نورو پوره نشوه.