یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد ګرمسيرو پوهنتونونو بیرته پیل، نجونې ورغلې وې خو حضور یې کم...

د ګرمسيرو پوهنتونونو بیرته پیل، نجونې ورغلې وې خو حضور یې کم رنګه و

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې ديارلسمه)‏ په افغانستان کې د طالبانو له څو مياشتینيو بندیزونو څخه څو مياشتې وروسته، نن د ګرمسیرو سیمو پوهنتونونو بيا په فعاليت پيل وکړ.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت څو ورځې مخکې د پوهنتونونو د بيا پيل اعلان وکړ.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیرعبدالباقي حقاني ويلي وو، چې دغه بهیر به درې اونۍ دوام کوي او راتلونکی سمسټر به د ۱۴۰۱ کال د وري یا حمل د میاشتې له پیل سره سم بیرته پیل شي.

ښاغلي حقاني په سړو ولایتونو کې د حوت په اوومه نیټه د تدریسي بهېر د پیلیدو خبره وکړه، خو نوموړي د دغه اعلان په مهال نه وو ویلي چې ایا نجونې به هم بیرته دولتي پوهنتونونو ته ځي او که یوازې هلکان.

خو د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې په یوشمیر ولایتونو کې ډیرې کمې نجونې لیدل شوي چې پوهنتونونو ته ځي.

د لغمان اوسیدونکې زرلشته حقمل چې د ننګرهار په پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو زده کړې وي، دې آژانس ته ویلي چې ډیرد خوښۍ احساس کوي چې تدریسي بهیریې بیرته پیل شو. خو نوموړې دې ته هم اندیښنه وښوده چې ممکن طالبان بیرته دوی له زده کړو منع کړي.

د راپور له مخې چارواکو ویلي چې په لغمان، ننګرهار، کندهار، نمیروز، فراه او هلمند ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو دروازې د محصلانو پرمخ چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په تیرو څه باندې پنځه نیمو میاشتو کې بندې شوي وې، بیرته پرانستل شوې.

د چارواکو په وینا په نورو سیمو کې به پوهنتونونه د روانې میاشتې په وروستیو کې بیرته تدریسي بهیرپیل کړي.

د فرانسپرس خبریال لیدلي چې شپږ نجونې محصلې چې چادرۍ یې اغوستې وي، نن سهار وختي د لغمان پوهنتون ته ننوځي.

د طالبانو ساتونکي هم چې وسلې ورسره دي، د پوهنتون دروازه څاري.

د پوهنتون یوه کارکونکي وویل چې ټولګي به سره جلا وي، ښځې به د سهارله خوا او سړی به له غرمې وروسته زده کړې کوي.

طالبانو ویلي چې د نجونې له زده کړې سره مخالف ندي خو د شریعت له مخې یې باید له هلکانو سره ټولګي جلا وي.

طالبانو د نجونو او هلکانو د ټولګیو د بېلولو اعلان کړی و، خو ویل کیږي چې د دې ژمنې د عملي کولو امکانات نه لري.

ځینو فعالانو ویلي، چې طالبان به ډېرو وضع کړو داسې قیوداتو نه بیرته په شا شي، خو دوی پوښتنه کړې چې وروسته به دا ډله د خپلو وضع کړو قیوداتو په اړه خلکو ته څه ځواب ورکړي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی