یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهجرمني له افغان ماشومانو او ښځو سره ۱۴۰ ملیون ډالره مرسته کوي

جرمني له افغان ماشومانو او ښځو سره ۱۴۰ ملیون ډالره مرسته کوي

تاند(چهارشنبه، د دولوې ۱۳مه) جرمني په افغانستان کې د ملګروملتو د ماشومانو د ادارې یونسیف له لارې د ماشومانو او ښځو د ملاتړ لپاره ۱۴۰ ملیون ډالره مرسته کوي.

دا مرسته د جرمني د اقتصادي همکارۍ فدرالي وزیر نن (چهارشنبې) اعلان کړه او ویې ویل چې افغان ماشومان او ښځې په سخت ژمي کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د یونسیف استازې الیس اکونګا د جرمني د دې اعلان هرکلی وکړ، ویې ویل چې دا مرسته به په خورا حساسو شرایطو کې د افغان ماشومان له یوه نسل سره مرسته وکړي.

دې زیاته کړه «دا کمسارې ونډه به، چې قید و شرط هم ورسره تړل شوی نه دی، یونسیف ته فرصت برابر کړي چې په افغانستان کې د خپلو مرستو پروګرامونه پرې لا پیاوړي کړي.»

د یونسیف له معلوماتو سره سم، په افغانستان کې ۳۵ ملیونه وګړي لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یونسیف وايي چې په دې پیسو به ماشومانو ته منظم واکسینونه، روغتیايي خدمات او د خوارځواکو ماشومانو درملنه وکړي.

جرمني د یونسیف یو له لویو مرستندویانو څخه دی. دې هیواد په ۲۰۱۶ کې هم په افغانستان کې د یونسیف پروګرامونو ته ۵۰ ملیون ډالره مرسته ورکړې وه.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام نن وویل چې په افغانستان کې د ژمي په سړو شپو ورځو کې د لوږې د مخنیوي لپاره ۲ ملیارده او ۶۰۰ ملیون ډالره فوري مرستې ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی