یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+دوى په شريكه وده وكړه / ډاکترمبارک علي

دوى په شريكه وده وكړه / ډاکترمبارک علي

  ژباړن : غضنفر

  د تاريخ د انل مكتب (دا د تاريخ ليكنې د يوۀ مشهور مكتب نوم دى چې په شلمه پېړۍ كې په فرانسه كې وغوړېد. د دغه مكتب پيروانو د تاريخ د سياسي او نظامي اړخونو په ځاى د تېر ژوند اجتماعي اړخونو ته ډېر اهميت وركړ. د ليډرانو په نسبت يې عادي خلكو ته ډېر پام واړاوۀ او د زراعت، تجارت، ترانسپورت، آب وهوا او دا رنګه نورو مسايلو بيان ته يې توجه وكړه. دوى همدا راز د ټول تاريخ په ځاى د يوې وړې سيمې مثلا د څو كليو د تاريخ ليكلو ته مټې راونغښتلې. ژباړن) نامتو مورخ براډل استدلال كوي چې د اروپا د بخت لمر هله راوخوت چې دغه لويه وچه د هونانو، مغولو او عربو په څېر پردو يرغلګرو له حملو څخه خوندي پاتې شوه.

  د براډل په نظر د صليبي جګړو په دوران كې چې اروپايانو ته د امنيت احساس ورپيدا شو او د مديترانې سمندرګي له منابعو څخه يې استفاده وكړه نو دوى وتوانېدل چې خپلې ټولنيزې موسسې په پښو ودروي او د خپلو اصلي تاسيساتو جوړولو ته مټې راونغاړي.

   له اتمې تر لسمې پېړۍ پورې چې وايكنګانو (د سكاندنېويا سوداګر او سمندري غلۀ) په لويديځې اروپا يرغلونه وكړل، د اروپا د تاريخ لورى ورسره بدل شو.

 وايكنګان نۀ يوازې لويديځې اروپا ته ورغلل بلكې نوې دنيا ( د امريكا لويې وچې ) ته هم ورسېدل. د بلجيمي مورخ پرن په قول، اروپا په هاغه وخت كې نوې دنيا ته چندان اهميت ورنه كړ او د هغې كشف يې ژر له حافظې وايست. وايكنګانو په لويديځې اروپا باندې د بلوسو په موده كې شوكې وكولې،قتلونه وكړل،  او په كليسا ګانو كې په پېړيو پېړيو زېرمه شوې شتمنې يي ولوټله.دوى دغه ثروت بازار ته وايست چې په نتيجه كې يې په اروپا كې اقتصادي تحرك راغى.

  د براډل په نظر په نهمۀ او لسمه پېړۍ كې په اروپا كې د تاريخ توره شپه وه. د دې وخت اروپا په اقتصادي لحاظ دومره كمزورې وه چې د لويو امپراطوريو د درونو مصارفو د پوره كولو وس ورسره نۀ و. شارلمان لويه امپراطوري جوړه كړه خو لنډه موده وروسته په ۸۱۴ كې وشړېده او په وړو وړو حكومتونو ووېشل شوه. دې شي په اروپا كې فيوډالي كلچر وزېږاوۀ چې تر معاصرې زمانې پورې يې عمر وكړ.

  د اروپا په تاريخ كې دوو عنصرو مهم رول لوبولى دى. لومړى  عنصر د يووالي روح دى چې دغه لويه وچه يې له كورنيو شخړو سره سره متحده وساتله. دوى  هنر، معماري، ادب، نڅا، موزيك او فلسفې په شريكه  وده وركوله او له دې لارې د هر هېواد خپل بېل هويت، بېله ژبه او بېل كلتور هم غوړېدل. مثلا كه به په ايټاليا كې يو فلسفي حركت پيل شو او يا به په جرمني كې په موزيك يا معماري كې څۀ نوښت راغى، دغه نوښت او حركت به نورو اروپايي هيوادونو د خپل ګډ كلچر په توګه سمدستي ومانۀ. دې ګډون يو مشترك اروپايي تمدن رامنځ ته كړ چې د دې لويې وچې هيوادونه يې له يوبل سره وتړل، اروپا يې د چيلنجونو په وړاندې له دننه مظبوطه كړه او دا وړتيا  يې وكړه چې د ټولو خارجي مداخلو مقابله وكاندي.

  فردي ازاديو ته اهميت وركول د اروپايي تمدن بل خاص عنصر و. فردي ازادي ان د مطلقه سلطنت په وخت كې ، د كليسا د غلبې په زمانه كې او د فيوډاليزم د استبداد په مهال، د اروپايي ژوند يوه مهمه ځانګړنه وه. د اروپا خلكو د ذكر شويو موسسو په خلاف په پېړيو پېړيو مبارزه وكړه.  فردي ازادۍ ته د اهميت وركولو د يو شاخص او ښووندوى په توګه د بزګرانو پاڅون يادولى شو چې د ځپلو لپاره يې ډېرې هڅې وشوې مګر ادامه يې ومونده څو بالاخره  د فرانسې په انقلاب كې د فردي حقونو  اعلاميه خپره شوه او پاڅون نتيجه وركړه. دې اعلاميې د فرد ازادي په رسميت وپېژندله او وګړي يې د قانون په مقابل كې برابر وبلل.

  د اروپا د تاريخ په اول دور كې ډلو او ټولنو كله كله او په وړه پيمانه د ازادۍ لپاره مبارزه كوله خو ورو ورو او وار په وار د ازادۍ غوښتنه د مبارزې اصلي خبره شوه. د فكر دې بهير د يوۀ كس يا يوې ادارې په لاس كې د قدرت تمركز له سوال سره مخ كړ او قضاييه او مقننه موسسې يې پياوړې كړې چې په نتيجه كې د ليبرالو اساسي قوانينو تدوين ته لار پرانيستل شوه. دغو قوانينو د وګړو اساسي حقونه تضمين كړل. براډل په خپل كتاب (د تمدنونو تاريخ) كې ليكي چې:

  خو څوك به دا ثابته كړي چې ليبرليزم، چې له روان سياسته ايستل شوى او ارزښت يې كم شوى، نن واقعا مړ دى؟ ليبراليزم په كوم ځانګړي سياسي دور پورې محدود نۀ دى او نۀ د كومې خاصې  طبقې وسيله و دسيسه او د تېر ايستلو ذريعه ده. د لويديځ تمدن لپاره ليبراليزم يو لوړ ايډيال دى. له ډې ايډيال سره به خيانت شوى وي، دا ايډيال به كمزورى شوى وي، خو تر اوسه لا زموږ د ميراث برخه ده او زموږ دويم فطرت دى. په فردي ازاديو هر ګوزار د ځان لپاره سپكاوى احساسوو او په قهروي مو.)

  د ازادۍ روح اروپا فعاله او له نورو تمدنونو ځانګړې وساتله. په داسې حال كې چې د اروپا خلكو د ازادۍ لپاره مبارزه كوله د اسيا خلكو د مستبدو رژيمونو تر تېغ لاندې سلګۍ وهلې او د ابتكار و نوښت ارده يې وژل كېدله. ان په لرغونو زمانو كې د لرغوني يونان مورخ، هيرودوتس، د يونان او فارس تر منځ جګړه د ازادۍ او استبداد تر منځ مقابله بللې وه.

  براډل وايي چې سياسي حقونه وګړي هڅوي چې خپله شخصيت و هويت ولري او همدا وجه ده چې خلك د استبدادي ادارو په خلاف مبارزې ته دانګي.

  ځينو نورو مورخانو ويلي دي چې د قانون په جوړېدو او په تطبيق كې تفاوت د لويديځ او ختيځ د تمدنونو د انكشاف د توپير سبب شوى دى. په ختيځ كې كابو ټول قوانين له حامورابي او جوديزمه رانيولې تر مسيحيت او اسلامه پورې په خدايي لارښوونه ولاړ دي. خو برعكس په لويديځ كې كابو ټول قوانين بشري دي. د ليكرګوس، سولون او د روم د قانون سيستم د هغه وخت د ضرورت مطابق وضع شوي وو. ځكه نو شرقي او غربي ټولنو په بېلو ډولونو وده وكړه. خدايي قانون بدلېدلاى نه شي، حال دا چې بشري قوانين  نه يوازې بدلېږي بلكې چې ضرورت يې  نۀ وي ، الغا كېږي. دې شي لويديځ تمدن د زمانې له پرمختګ سره سم،  په خپلو اقدارو او دودونو كې بيا كتنې ته تيار كړى دى.

1 COMMENT

  1. د استاد غضنفر هره لیکنه باید په مکتوبونو کې تدریس شي
    داژباړه یی هم ډيره په زړه پورې او لارښودونکې وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب