دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد غزني امر بالمعروف اداره: ښځې دوکانونو ته د ننوتو اجازه نه...

د غزني امر بالمعروف اداره: ښځې دوکانونو ته د ننوتو اجازه نه لري

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې ديارلسمه)‏ په غزني ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست ښځو ته امر کړی، چې وروسته له دې به د سودا پېرلو لپاره پلورنځيو یا دوکانونو ته دننه نه ورننوځي.

يادې ادارې دغه راز د غزني ښار دوکان داران را ټول کړي او ورته ويلي، چې نور به غربي ډوله جامې نه پلوري.

امر بالمعروف وزارت دوکان دارانو ته دا هم ویلي، چې له مانکونو څخه دې خپله سرونه غوڅ کړي.

پر طالب چارواکو له دې کبله خلکو نیوکې کړي، چې په لارو کوڅو کې د ښځو سوال غوښتو ته ېې پام نشته، خو په دې کوچنيو موضوعاتو خلک تنګوي.

طالبانو بیا د خپلو دا ډول اقداماتو دفاع کړې او دا ګامونه یې د « اسلامي نظام» د ټینګښت لپاره اړین ګڼلي.

2 COMMENTS

  1. When one has never been productive and have no skill to be in the future and in order to prove that he is doing something while in political power, thus wasting precious time enforcing no issue orders.

  2. ستاسو ښځه غی ملایانو. خور او مور د چی مریضه شی بیا یی ماته راوله کنه. لدی ورسته د ملا ښځه او لور د غولو ده. دا فتوی هم درواخلی: لدی ورسته د هر ملا ښځه او لور چی نارینه ډاکټر ته ورځی اول باید ښه وغول شی بیا معاینه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب