یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېتالیب ريښتيا بدیل نه لري؟!

تالیب ريښتيا بدیل نه لري؟!

نقیب الله احمدزی

د‌ استاد یون خبره چا کوله چې د تالیبانو د سابقه رژيم په وخت کې ېې د دوی بدیل نه لیدلو، خو د تاليب په ختمیدو چې افغانستان د نظام، اردو، بیرغ او حيثيت خاوند شو، استاد یون ته پکې د ارګ يوه مهمه چوکۍ ورسیده او نن د دومره ارګاه او بارګاه مالک دی.

زموږ افغانانو ډېر قضاوتونه همداسې بېړني او بې شنجشه دي، هر بار په هره قضيه کې سمدستي وضعيت ګورو او د ورځې د نرخ خبره او سطحي قضاوت را څخه کیږي.

د تالیبانو په حصه کې هم عین قصه روانه ده، زياتو کسانو نه پرون تاليب په خپل فکر او دلايلو تللی او تحليل کړی و او نه يې نن په حق کې په مسوولیت سره داسې فکر او خبره کوي.

چې خبره لنډه کړو، دا به وایوو چې تاليب بديل لري او که یې نه لري؟

ځواب واضح دی، په کل کې هیڅوک د هیچا بديل نه دی، تاليب ته هم بل څوک نه شي بديل کیدلای، خو آيا تاليب د دېرش میلیوني ملت بديل کیدلای شي؟

معلومه ده، چې نه شي کیدلای.

تالیب ښه يا بد، دا جلا بحث دی، خو ولې تالیب ته توجیه پلټونکي کسان يوازې تالیب د بحث طرف ټاکي او په نورو واقعیتونو سترګې پټوي؟

زه نه غواړم، چې څوک د ټالیب له طرفدارۍ نه منع کړم او يا يې په ضد څوک وسله اخیستو ته تشویق کړم، خو تاليب پلوو نه به دا پوښتنه وکړم چې څنګه تاسې د یوې تجربه شوې تروریستي ډلې د حمايت حق ځانته حاصلوئ او نور خلک یې د احتمالي فرضیو په اساس د مخالفت لپاره محکوموئ؟

چا ويل چې د تالیب بديل به حتما د شمال فاشیست جګړه ماران وي؟

يو وخت همدا تالیب چې دومره منفي نقطو سره د پاکستان د نورو لاسپوڅو بدیل او د افغانستان د نورې بېشرمۍ او پاشتليا خنډ شو، اوس به دومره هوښيارو خلکو سره د تالیب لپاره نور بدیلونه پیدا نه شي؟

څوک دا ثابتوي، چې له دومره لوی وطن نه به هیڅوک سر پورته نه کړي او ټول به د غلام پنجاب، د‌ غلام ابدي غلامۍ ته سر ټیټوي؟

تالیب چې په واضح الفاظو تر اوسه د ژوند الفبا سره نه دی بلد، نه ژوند او حکومت دارۍ باور نه لري، څنګه کیدای شي چې د یوه مخالف له لرلو غیر به د خپله منځه ونه پاشل شي؟

څنګه به د ۲۱ قرن په مزایاوو او معيارونو برابر یو شل میلیوني نسل به دغه وروسته پاتې او نهایتآ یو لک کسیز ‌وږي لښکر سره د لسمې پېړۍ د ژوند ستنيدو مزل ته په پټو سترګو روان شي؟

زه بيا وايم ، چې د تالیب د نابودۍ لپاره یې نه لیکم، نه مې د شمال لنډه غر او د داعش وحشیانو ته تبلېغ خوښيږي، خو يوازې دا دوه یا مخکيني خاین سياستمداران د ټالیب نسکوريدو بدیلونه مه حسابوئ.

خلک پریږدئ، چې تاليب سره خپله خبره صفا کړي، یا تاليب اصلاح او ولس سره تعامل ته مجبوره شي او یا به په دې جریان کې سلګونه نور موجود بدیلونه، چې اکثریت یې د نوي نسل او عالي ارزښتونو نمایندګان دي، عاجل انسجام او اتحاد ته سوق او افغانستان د تاليب په شمول ټولو بلاګانو او بې عزتيو نه وژغوري!

یاهو

4 COMMENTS

  1. لیکونکی دامریکا خبری کوی او استقلال یی هیر دی. دامریکا او دهغو دلاسپوڅو تروریست دافغانانو باتور او آزادی بښونکی دی. که په دخبره پوه سو نو بیا دطالبانو دپوهی په هکله به هم پوه سو. طالبان بیا هم دجهان دوهم مفکر بابا مات او شرمنده کړ. دلیکونکی په باب دا بس ده.
    طالبان که ماتیږی او یا نه، خو یو خبره واضحه ده چه غربپرسته سیکیولران به دتښتیدلو ایرانیانو انچام ولری.

  2. مترم احمدزې صیب !
    ستاسو لیکنه ډیره په ځای او د هغو افغانانو لپاره چی د افغانستان د ښیرازۍ سره مینه لری پدی باید ژور فکر وکړی.

    که څه هم د تالبانو ناپوه او جاهله بړیڅی کوم منطقی دلیل نه لری لکه پورتنۍ لیکنه چی د ثابت په نوم کړی خو په خپلو خیرنو واسکټونو کی بی شماره پاکستانۍ جعلی ټاپی د ځان سره ساتی او په هر هغه چا چی د تالب د ناروا کړنو او تور جهالت مخالفت کوی پری یوازی همدا ټاپی لګوی.

    ایا دا پوښتنه که وکړو چی د وحشت، کرکی نفرت، ناپوهۍ او تور جهالت بدیل شته او که نه؟ هرو مرو ددې بدیل انسانیت، مینه محبت، ورورولی، علم او پوه او د افغانستان او افغانانو ښیرازی ددې بدیل وجود لری.

    د هغو اشخاصو اوډلو ټپلو چی افغانستان يی د تباهۍ په کنده ودرولی د هغو نه یوه همدا د ټالب ډله هم ده چی هیڅوک او هیڅ ځای ددوۍ د شر او وحشت نه په امان نه دی پاتی شوی او د روغتونونو، مکتبونو او جوماتونو پوری يی په بمونو الوځولی.

    ټلبان د پښتونولۍ او د افغان دننګ او غیرت سره کلکه دښمنۍ لری او د پښتنی ټولنی بنیادونه رانڼوی او هغه ارزښتونه چی زمونږ نیکونه او نسلونه پری ویاړی د خپو لاندی کوی.

    ځوان افغان نسل چی د علم او پوهی په وسلی ځانونه سمبال کړی ددې وحشت او تور جهالت بدبل دی او همداسی به کیږی انشاءالله.
    ټالبان د علم او پوهی نه داسی ډار لری لکه لیونی سپی چی د اوبو نه ویریږی او هم دا علم او پوه به ددوۍ د نابودۍ سبب شی.

  3. دا څه چټیات دې لیکلي. خدای دې خوار کړه، که نر یې ترېنه ویې نیسه. ته او لنډغر به ښه بدیل وئ. ستاسو له نظره امنیت، خپلواکي، ځمکېنۍ بشپړتیا، ملي نوامیس، ملي ګټې، ملي ارزښتونه او داسې نور ارزښت لري او که نه؟ بس یو څه باید ولیکې او هغه هم جټیات،

  4. قدرمنو وروڼو. زه د پښتنو ځوانانو په لنډ او محدود فکر ډیر خپه کیږم. دا واقعیت دی چې د جنګ دوام د پښتنو تباهی وه، راغلی بدلون او د سولی ټینګښت د پښتون د حیات دتضمین وګرځید. تیرو څلویښتو کلونو کی اته نیم میلیونه پښتانه په فزیکی لحاط له منځه تللی او نور پنځلس میلیونه( د ډیوروند تر کرښې داغاړه) له تعلیم، سالم ژوند، صجت، تمدن، عالی زده کړو، شفاخانی، کتاب، ملی او مترقی فکر، روښانتیا او ویښتیا… څخه محروم او لری پاتی شول، دا به ترڅو داسی وه؟ همدا اوس پدرام وایی چی پښتانه افغانستان کی له ۴۰٪ زیات ندی، حال دا چی پخوادافغانستان نفوس ۶۳٪ پښتانه وو. دا څه شول؟ دا همدغه اته نیم میلونه و چی دغو جنګو په دی نوم او هغه نوم له منځّخه یووړل چی د پنجاب رول پکی ډیرو. له بلی خوا له تعلیم او تمدن پاتی کیدو پښتون ته د وحشی، کوچی، پس رفته وګړی.قبیله،… پیغورونه پریښودل چی تاسی یی هره ورځ له لنډغرو اورئ. نو معتدل قضاوت وکړئ. ښه شو چی طالب راوستل شو اوس به ټولنه کی مدغم کیږی او دخپل مهربان ولس مهربانه غیږ کی به ژوند آبرومند ژوند کوی دتروریست نوم به په ګډه ورڅخه لری کړو. نور د قتل او ورانی بهانه ورته پری نښودل شوه، تمدن او سولی ته راوستل شو ډیر دپښتنو دښمنان غنی ته ځکه په غوسه دی چی هغه په دی کار سره د پښتون په وړاندی جینو ساید ودراو ځان یی فدا کړاو پشتون ته یی حیثیت ورکړ. اوس د بدیل مدیل خبره مه کوی داسی نده چی افغانستان کی به یا همدا طالب وی یا به لنډغر او شورای نظار! نه روڼو دلته ستاسی ځوان نسل کی ډیر بیدار ، مستقل، ازادی دوست، تحصیل کړی، منور او ملی ځوانان شتته، هغوی به د دیمکوراتیکو ارزښتونو پالونکو په توګه داسی حکومت جوړوی چی ټول ملت خپله څیره پکی ووینی دوی به دلنډغر، تحجر، فساد، تعصب، خیانت،… اوسلګونو موجوده مرضونو تداوی کوی او ګران افغانستان به د نړی د بیداره او سر لوړو هیوادو په کتار کی دروی لکه د محمدضاهر شا او داوود خان وخت کی چی و. غنی لاره همدی ته خلاصه کړه نور تاسی پوهیږئ او راتلونکی افغانستان بدیل مدیل پریږدئ پراخه فکر ولرئ. پراخه فکر نوښتګر او رغوونکی وی. یو بل ته ښه ښه نظرونه ورکړی چی څوک درپورې ونه خاندی یوبل مه سپکوی یو بل ته عزت ورکړی د اسلام دمبارک دین ارشادات ښه زده کړئ د انسان لوړ دریځ وپیژنئ . درناوی (چې له ماڅخه خپه نشئ) څه وکو وای دښمن به دی وخندی دوسته به دی وژړوی. زه پوهیږم چی زما دا خبر ی تاسی ته نن تریخی دی خو سبا به یی په مطلب پوه شی .عزت او اوږد عمر درته غواړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب