دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Home+متلونه / پوهاند دودیال

متلونه / پوهاند دودیال

د متل پېژندنه او هغه ته ورته  نور اصطلاحات

لکه څرنګه چې یو شمېر مفاهیم لکه متل، سیندګی، عامیانه فرهنګ، فولکلور، شفاهي ادبیات، عامیانه ادبیات، امثال او حکم، وجیزې او د لویانو خبرې یو بل سره ډېر نژدې دي او ځينې وخت یو بل سره په مترادف ډول استعمالیږی، البته متلونه بیا خپله د فوکلور اوشفاهی یا ولسی ادب برخه ده،  نو لازمه ده چې دا هره یوه په جلا جلا توګه تعریف کړو تر څو هره یوه په ښه ډول وپېژندل شي.

متل یا ضرب المثل:

د عربی ژبې له مثل څخه اخیستل شوی ده. په عربي کې د مثل، یمثل، مثولا – له ریښې سره رابطه لری  چې معنا یې ورته والی، دمثال واقع کیدو او بیلګه واقع کیدل، د یو شي مشابهت له بل سره. په قاموسونو(سیندګیو) کې څو نورې معناوې هم ورته لیکل شوي لکه: برهان او دلیل، مطلق دلیل، خبره، حدیث، پند او اندرز، نښه، صفت، قصه او داستان، ضربالمثل، تمثیلي داستان، سرمشق او له عبرته ډک سرګذشت.

متلونه هغه لنډی ویناوی دی چی  ډیری  نامتو، وزن لرونکی، له پند او نصیحت څخه ډکی، د حکیمانه مضمون لرونکی او د ولسی تجربو زیږنده وی او تشبه، استعاره، کنایه او د کلماتو روان والی، د معناګانو روڼوالی، ساده ګی او په خلکو کی یی عاموالی اوشهرت عمومی ځانګړتیا وی  او خلک  یی بی بدلونه یا په لږبدلون  استعمالوی.  لنډه دا چی:  متل هغه لنډه او مشهوره خبره ده چی  یو  حالت یا یو کار  له هغه  سره تشبه کیدای شی  او زیاتره وخت  په  ولسی  ادب کې له نصیحت څخه  ډکه بڼه لری  چی د عوامو دذهن  محصول او ددوی  د ژوند  عادی  تجربی دی.

داسې هم ویلای شو: متل هغه ډیره  ویل شوې او منل شوې خبره ده چې په هغې سره  دوهم حالت لومړی حالت ته، یعنې هغه حالت ته چې په دې وروستیو کې پيښ شوی وي او له هغه سره ورته والی ولري، او په متل ویلو سره تشبه شي.

په بله وینا: متل هغه لنډې  او زیاتره وخت موزونی جملې او خبرې دي چې په هغو کې حکیمانه مضامین او تشبېهات راغلي وي او د الفاظو د روان والي، د معنا د روڼوالي او د جوړښت د ښکلا له مخې په عوامو کې ډېرې مشهوره شوي وي او هغه دپېړیو پېړیو په بهیر کې، پرته له بدلون څخه او یا هم په ډېر لږ بدلون سره په خپلو ورځنیو خبرو – اترو کې په کار وړي. په دې سره یو څوک غواړي د خپلی مدعا لپاره دلیل او مصداق پیدا کړي یا موضوع په آسان او لنډ ډول مقابل لوری ته وښيي. 

د فوکلور څیړونکی  متل ته د ګڼو وګړو د پوهې او عقل پایله او د  ولس منځ کې مشهوره شوی  نادره خبره بولي او د متل ولسی اړخ ته ډیر ارزښت ورکوي. د ولسی ادبیاتوځینی څیړونکی یې د پراخه پرګنود حکمت او فلسفې یوه برخه یا د یوې ټولنې د فکر زېږنده او د هوښیارو او تجربه لرونکو خلکو  نادره خبره بولي.

ټولنپوهان وايي: متل د لرغوني فلسفې نړېدلی او غورځېدلی ودانۍ ده، چې د هغې په کنډوالو کې حکمتونه موندل کیږي او دغه زرینې ویناوې د خپل لنډوالی او د معنا د روښانه والي او د تلفظ د آسانۍ په خاطر لاهم ژوندی او لا هم هېرې شوی نه دی. زموږ د متلونو موضوعات ډیر دي؛ له سوداګری نیولی، دجومات تر مسایلو، زده کړه، تولنیز روابط، مړی- ژوندی، کر- کیلی او ګڼ شمیر نورو ساحاتو کی زیات شمیر ځانګړی متلونه لرو، چی دا زموږ د خلکو د احساساتو، افکارو، دود – دستور، عقایدو او انګېرنو یوه بشپړه هنداره ده. دیوه ملت د متلونو پېژندنه لکه د هغه ملت د فرهنګ او کړو- وړو د پېژندنې په شان ده. 

   متل ته په آلماني ژبه (spichworter)، په یونانی کی ورته( paroemia)،  په مجارستانی ژبه ورته (kozmondas)، په لاتینی ورته (proverbiur) او په انګلیسی  کی ورته (proverb)، په جاپانی کی ورته (koto-waza، په ترکي کې ورته ( atalarosozu) ، په سویډني ژبه کی ورته (srdospark) ، په آسپانیایي کی ورته lefrall او د ختیز ګرجستان په ژبه ورته (qudoza ) وایي. 

یوې لنډې وینا ته هغه وخت متل وایو چې دغه درې ځانګړتیاوې ولري: لنډیز ، د معنا سموالی او غوره تشبیه. یا: په لفظ کې ایجاز، کلکوالی، د معنا سموالی، غوره تشبیه او پخه کنایه.  په عوامو کې یې  شهرت او مقبولیت بله ځانګړنه ده.

 امثال او حکم او متل سره یې توپیر

دا هغه له پند او حکمت څخه ډکې  لنډی د روښانه معنا لرونکی خبرې دي چې  د خلکو په منځ کی ډیری رواج دی او هره یوه یی له عبرت څخه ډکه خبره وی، خو د متل په پرتله لږ څه تفصیلی دي او تقریباً د یوې لنډې کیسی بڼه لري.  په دی توګه امثال او حکم  د متلونو یو بل تعبیر کیدای شی . دې ته فوکلوریستان د متل په اندازه اهمیت ورکوي او په ولسی – شفاهی ادب کې یې شمیري.

متل پیژندنه او څیړنه  ژوره فرهنګی او تاریخی  موضوع ده،   د هغی  څیړنه  د یوی نوی  ساحی په توګه هم تر بحث لاندی  راتلای شی، چی  تر اوسه پوری موږ  د افغانی متلونو موضوعی  مسایل نه دي څیړلی.

ډیرو ژبو؛ بیا په دري، ازبکی او پښتو کې ډیر متلونه شریک دی، دلته یې یو څو بیلګې راوړو: 

 دیوالونه هم غوږونه لري = دیوالها موش داره، موشها ګوش داره..

زه ساده ،ته حرام زاده. = مه ساده تو حرامزاده.

بد بوټی بلا نه وهی = بده بده بلا نمیزنه. …

پیاز دې وي په نیاز دې وي = نان و پیاز، به پیشانی باز.

دوه پاچایان په یو تخت نه راځي = دو شیر دریک قفس  جای نمیشه.

د غریب غاښ په حلوا کې ماتېږي  =  دندان بی طالع در حلوا میشکنه

ړوند یو وار امسا ورکو = کور فقط یکبار عصایش را ګم میکند.

كه غر هر څومره لور دي خو به سر ئ لار لري = کوه هم ده سر خود راه داره

دغه ګز دغه میدان .

 خرهغه خو کته یې بدله ده .= خر همو خر است، پالانش عوض شده..

یو انار او سل بیمار = یک کشمش صد قلندر…

۸۹ـ هم خرما او هم ثوابه.

 همدا دیګ او همدا شلغم  = امو دیګ ، ام شلغم

از ګپ ګپ میخزه = له خبرو خبرې پیدا کیږی.

عجیبه ده چې آن یو شمیربهرنیو ژبو کې ځینی متلونه یو بل سره ورته والی لری. په چینایی ژبه کې ډیر داسې متلونه شته، چې زموږ په دري  او پښتو ژبو کې کټ مټ  معناوی لری او همداسې په انګلیسی کې. مثلاً په انګلیسی ژبه کی یو متل دی چی وایی:

Much coin, much care!

ددی  معنا  داده چی څومره پیسی لری، هومره محتاط  وی، خو  په پښتو، ازبکی،  او دری کی موږ  داسی متل نه لرو، نو ددی  معادل متل  دا سی  غوره کولای شو چی: 

(برف هر کس به اندازی بامش)

د هرچا واوره د هغه د بام په اندزه ده.

ګڼ  شمیر  متلونه زموږ د تاریخی هیواد د ټولو وروڼو قومونو ګډ  مال ګرځیدلی دی او  ټول په یوشان سره د خپلی دغی فرهنګی پانګی د عالی  منځپانګی په اړه ویاړ کوی. دا چی  د هری  ژبی  شفاهی  ادب یا د شفاهی ادب  یوه برخه څیړل کیږی، نو په حقیقت  کی د افغانستان ملی – ګډو  افتخاراتو ته د خدمت په لاره کی یو ګام اوچتیږی. پخوا د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت  او دعلومو اکاډمی د فوکلور او شفاهی ادب؛ او بیا په دې کې د متلونو او لنډیو برخه کې د قدر وړ کارونه کړي وو، متاسفانه اوس زموږ د کلتور دغه ژوره شتمی یا هیره ده، یا ورته پام نه کیږی. حال دا چې متلونه، بیا شفاهی ادب، زموږ دملی هڅووب او آن د ټول  بشریت د بډای فرهنګ یوه برخه ده  او وی به. 

10 COMMENTS

  1. ډېر دروند پوهاند صیب دودیال. ستاسو لیکنه ډېره به زړه پورې ده. زه خپلې لیکنې د الماني ژبې پهمرسته کوم. ما له الماني ژبې څخه په ګټه متلونه دا پښتو انډول، ،،هوښیارې ویناوې،،، یا ،،غوره ویناوې،، بللي. بریالي اوسۍ

  2. ډیر مهربان ورور او معزز ډاکتر صاحب ، السلام علیکم !
    ځینو دوستانو سره چی اړیکی لرم، له هغوی څخه تل ستاسو د صحت او مصروفیتونو پوښتنه کوم. درته دعا کوم چی روغ او خوشخاله اوسئ
    ستاسو علمی او فرهنګی هڅې زموږ لپاره لویه معنوی پانګه ده. آلمانی چې څومره ریاضی، اخصائیه، اقتصاد او نورو ساینسی څانګو کې بډایه ده، هومره یی ژبنۍ منځپانګه هم پراخه او ژوره ده. عجیبه ده چی نظر ټولی اروپا ته له شرقی تمدن سره د فوکلور برخه کی نږدیوالی لری. کله چې می Microeconomicsهلته لوست، ډیرو تاریخی او فرهنګی ځایونو ته می پام و. زه یقین لرم چی المانی ژبه پښتو متلونو سره په نږدی مفهوم متلونه او حکایات لری. که دی کار ته دوام ورکړی ددواړو ملتونو ترمنځ به فرهنګی اړیکی پیاوړی شی. د دوی فوکلور کې ژرندګړی، دیو، دپاچا ماڼۍ، شپون، رمه، بزګر، کولبه او دې ته ورته مفاهیم شته. یووخت ګویته انستیتیوت په کابل کې دی ته ورته پروژو ته پوره فنډ ورکاو ، خو هغه وخت څوک د کار نه و. اوس هغوی کابل کی نشته. څه خبر چی بن ښار کی به یی دافغانستان لپاره څانګه وی او که نه ؟ کیدای شی انځور صاحب یا ډاکتر صاحب صابر ته معلومات وی. که د آلمانی ژبی متلونه په پښتو ترجمه کړئ، دا به یوه په زړه پوری هڅه وی . کامیابی مو غواړم.

  3. استاد محترم سلام
    لومړی ځینې متلونه باید سم ولیکل شی په ادب او ادبیاتو کې یې تعریف ګډ وډ دی دمعنا په لحاظ ورته والی یا نږ دې مفهوم لری خو مترادف بله مانا او خای لری.
    فولکلور دقضیې بله برخه ده اوپېچلی بحث دی به ځانګړې توګه په سوسیالوژی او فرهنګی برخو کې
    مقایسه کول چوټ انداز دفولکلور په مفهوم
    شپه که تیاره هم ده مڼې په شمار دی
    داملاء او انشاء مراعات
    داسې معلومیږی چې په عربی ژبه کې معلومات نه لرې
    د عربی ژبې له مثل څخه اخیستل شوی ده. په عربي کې د مثل، یمثل، مثولا – له ریښې سره رابطه لری چې معنا یې ورته والی،
    دمثال
    واقع کیدو او بیلګه واقع کیدل، د یو شي مشابهت له بل سره. په قاموسونو(سیندګیو) کې څو نورې معناوې هم ورته لیکل شوي لکه: برهان او دلیل، مطلق دلیل، خبره، حدیث، پند او اندرز، نښه، صفت، قصه او داستان، ضربالمثل، تمثیلي داستان، سرمشق او له عبرته ډک سرګذشت.
    Entschuldigung sie Bitte
    کورودان

  4. خيرالكلام ما قل و دل
    اين حديث شريف كه در آيات متعدد ريشه دارد بهترين مرجع براي رهنماي و تعليم متل و ضرب المثل هاست،مگر نمیدانم که در ما قبل اسلام سابقه دارد یا خیر؟زیرا در متل و ضرب المثلها اکثراً مفاهیم دینی گنجانیده و إفاده شده است از محترم پوهاند صاحب،نظر تحقیقی شان را خواهانم با نمونه ای از ضرب المثل و متل ها.

  5. داکترصاحب همت السلام علیکم.
    یقیناً زبان عربی دارای ادبیات بسیار غنامند، دارای انواع ژانرها و از جمله دارای اشعار، مثلهاو چیستانها و غیره است. اما خاصتاً درمورد ضر المثل باید ګفت که قبل از طلیعه دین مقدس اسلام نیز درین زبان ضرب المثل وجودداشت، چنانچه یکی از صحابه درکدام مجلس ضرب المثل معروفی را درومورد آن اعرابی ګفته بود که به ملک دیګری رفته بود و در همانجا متوطن بوده( شتر نمک ګشت). مقصد این ضرب المثل اینست که ګویند یک شتر در صحرای نمکین مرده بود، بعد از مدتی هیچ اثری ازآن نمانده کاملاً تجریه شده عیناً مثلیکه تمام بدن شتر نمک ګشته باشد ازین معلو میشود که چنین ضربالمثلها قبل از دین مقدس اسلام نیز رواج بوده، منتهی مثلها و حکایات بعد از درخشیدن نور دین اسلام زیادتر در مورد تنویر مردم و توسعه ی اخلاق، عدالت و تقویه حسنات و بهتر ساختن سیرت بوده است. قصه بسیار شرین اصحاب کهف به قلم ساحرانه استاد توفق الحکیم نماینده ګی از قوت زبان عربی از قرون متمادی مینماید و سایر مثالها

  6. محترم پوهاند صاحب!
    وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته.
    از خداوند مددگار نیکوکاران،مؤفقیت مزید تانرا در ادای مسؤلیات خواهانم .
    نوشته های علمی و مطابق نیاز وقت و ملت ما، خدمت نهایت ارزنده و جهاد سازنده بوده و این روش و ادای مسؤلیت و پیروی از آن از مکلفیت اهم أمراء و علما در اسلام عزیز میباشد و سیرة
    محمدی صلی الله علیه و سلم هم مملو از آن است.

  7. ښاغلی او دروند استاد پوهاند دودیال د خوندوری لیکنی ( متلونه ) څخه په ډیری مننی سره؛
    زموږ په عامو خلګو کی یوه اصطلاح مروجه وه:
    ” د سخی صاحب زیارت او د جنډې په مراسمو کی ګډون د مسکینانو حج ګڼل کیږی”.
    نو
    متل یا متلونه او د هغو استعمال د عامو او امی خلګو د مختصرو او لنډو اشعارو یا منظومی لنډی وینا د سلیقې یوه وړوکې تجلاء ده، مانا ډیر کسان د اشعارو د ابداع او ږغولو او حِفظ او یادونی توان نلری او خپله شِعری – ادبی تنده د متل پواسطه ماتوی ( متل د نالوستو لپاره یو ارزانه او آسانه ادبی حج دئ ) او همدارنګه د ژور او پراخ پیغام د وړاندی کولو لپاره ئې متل یا متلونه ابداع کړی او ترویج کړی دی.
    متل یا متلونه د یو پروفیسور څخه نیولې تر یو نالوستی کلیوالی نر یا ښځی په فکری او بَیانی سمندر کی د لامبو وړتیا لری خصوصاً کلیوالی متلونه ډیر خواږه او لنډ او موزون او د ښکلی مفهوم درلوونکی دی.
    د ” متل ” او شعر تر منځ توپیر دا دئ چی د شعر ږغوونکئ د ” شعر ” د مالکیت د دعوې پر سر حتی د خپل خُسر سره هم ډغری وهی ( د هر شعر شاعر معلوم دئ یا په بله ژبه این کتابچه از خود غلام غوث میباشد، کسی دعوه نکند که دعوه اش باطل است ) خو چی د ټولی نړۍ ځیرکه ډرون الوتکه او ځیرک مکروسکوپ او تلکسوپ هڅه وکړی چی د ” متل ” مبتدع ومومی، بریالی به نه سی.
    په هره توګه، یو ” متل ” د یوې څلوریځی یا رباعی د څلورمی برخی د ټانکۍ ظرفیت نلری خو په زرګونه مکعب متره اکسیجن ( مفاهیم ) پخپله خېټه کی ځایَولای سی.
    رشتیا ، بله نکته هم را یاده سوه:
    د شعر او متل بل توپیر دا دئ چی:
    شعر معمولاً یا اکثراً د ” ناز او نیاز ” او ” خیر ” ملغلری دی خو ” متل ” ځینی وختونه د ” شرّ ” لِعاب او سلاته هم تولیدوی مانا ځینی متلونه پر مقابل طرف ښه نه لګیږی او د استعمال موخه او انګیزه ئې یوه جنګی او شریره انګیزه وی چی البته دا انګیزه پر مجلس او بانډار باندی د حاکمی فضاء د څرنګوالی او کیفیت سره مستقیمه ابطه لری.
    تیل می خلاص سوه که نې د ” متل ” بانډار یو خوږ بانډار دئ.

  8. محترم او عزتمند استاذ پوهاند دودیال صاحب.
    السلام علیکم!

    د متلونو په باره کی مو ډیر غوره او ژور معلومات لیکلی وه، په ډیر خوند او مزه می ولوستل الله ج دیی تاسی ته اجرونه او عزتونه درکړی.
    په ریښتیا چه متلونه ځمونږ د خلکو په ورځنیو خبرو کی په یو خاص انداز کی استعمالیږی.
    د ښاغلی ورور غلام حضرت تبصره هم په ډیر خوند کی لیکلی شوی وه، مننه تری کووم.
    څو متلونه
    پړ هم زه شوم مړ هم زه شوم.
    پړ می کړه مړ می کړه.
    خپل عمل د لاری مل دی.
    د سوال په اوبو ژرنده نه ګرځی.
    ژرنده که د پلار ده هم په وار ده.
    توره به لالا وهی مړی به عبدالله وهی.
    پردی کټ تر نیمو شپو وی.
    دا ګز او دا میدان.
    ګټه په تاوان کیږی.
    هر چا ته خپل وظن کشمیر دی.
    تشه لاسه ته می دښمن یی.
    پیاز دی وی په نیاز دی وی.
    اوبه په ډانګ نه بیلیږی.
    آسمان چی ځومره غریږی هومره نه وریږی.
    ته دوست پیدا کړه دښمن په خپله پیدا کیږی.
    څوک مه وهه په سوک تا به نه وهی په سوک.
    خپله خوله هم قلع ده هم بلا.
    بی ډوله مه ګډیږه.
    چه بد ګرځی بد به پرځی.
    د غریب ملا په اذان څوک روژه نه ماتوی.
    د کلی ووځه خو د نرخه مه وځه.
    اصیل ته اشارت کم اصل ته کوتک.
    ترکاڼی د بیزو کار نه دی.
    د زرو قدر په زرګر وی.
    د یوی سپږی لپاره ټول پوستین مه سوځه.
    سل دیی ومره د سلو سر دی مه مره.
    شیخ فریده پټه خوله دی بهتری ده.
    قهر غریب مرګ غریب.
    والسلام

  9. ډیرو قدرمنو، عزتمنو، ښاغلو غلام حضرت صاحب او ع. افغان صاحب؛ السلام علیکم!
    له تاسو څخه د زړه له تله مننه کوم چې د دغه قلم لیکنه مو په پوره دقت او اخلاص لوستی. متلونه د پراخه پرګنو او زموږ د ویاړلی ولس دپیړیو پېړیو تجربې دی چې د ژوند لوړو- ژورو کې یې ترلاسه کړی دي. تاسو قدرمنو په خپلو ډیرو قیمتی لیکنو د متل بحث تکمیل کړ. ستاسو له لیکنو سره موافق یم. اما؛ متاسفانه زما لیکنه کې چې اوس ورته ځیر شوم، یو څو د کمپوز تیروتنې شوي چی لومړی تیروتنه او بیا یې سمه بڼه لیکم:
    بده – بته
    ورکو – ورکوی
    ئ – یې
    ثوابه – ثواب
    ام – امو. د دغو تېروتنوله امله بښنه غواړم.
    عجیبه ده چی زموږ دپښتو، دری او ازبکی ژبو ترمنځ زښت زیات متلونه شریک دی، لا عجیبه ده چی د کلماتو د شمیر او وزن له مخې هم یو بل سره ورته دی، ما دبحث د لنډوالی په خاطر ونه غوښتل زیات مثالونه راوړم، که نه زما د ګران دوست ښاغلی ډاکتر عزیزالله ارال په قلم لیکل شوی ۳۴۲ مخیز کتاب کې دازبکی ژبې له اته سوه زیات متلونه راغلي دی. که فرصت و ان شاالله د متل په هکله د یوې بلې مقالی په ترڅ کې به هغه هم ولیکم. زه زیاتره وخت د درس په وخت کې د درس دموضوع په رابطه صنف کې یو متل وایم، محصلین یې په شوق اوري او ستومانی یې لری کیږی. آن دا چې ژر ژر یی د کتاب یا کتابچې پر څنډه ولیکی. مثلاً موږ د Financial Risk Management/FRM)) په بحث کی ددنیا له غټو غټو کتابو دا خبره رااخیستی جی ریسک منل یوواقعیت دی، بی له ریسک منلو اوپرته له یوڅه زیان ګټه نشو ترلاسه کولای. نو په دې رابطه مې یوه ورځ یومتل ووایه: ” ګټه په تاوان کیږی” محصلینو ډیره وخندل او ایله یی په موضوع سر خلاص شو. سره له دی چی ما دنړۍ د نامتو اقتصاد پوه(فیشر)د انګلیسی کتاب له مخی دوی ته لکچر ورکاو، خو زموږ محصل فقط په همدی ولسی لنډه وینا ټوله موضوع درک کړه. دا دمتل برکت و. یعنیزموږ یوه وطنی متل د فیشر تیوری روښانه کړای شوه!! زه د دوستانو نظرونو او خصوصاً د جناب غ.حضرت صاحب او افغان صاحب لیکنو دغې موضوع ته وهڅولم . یو ځل بیا مننه او درناوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب