یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبایډن د افغانستان په اړه د خپلو کړنو دفاع وکړه او ط...

بایډن د افغانستان په اړه د خپلو کړنو دفاع وکړه او ط يې د اوسني وضعيت مسوول وګڼل

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) ‏د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په يوه تازه وينا کې، د افغانستان په اړه د خپلو پریکړه او اقداماتو دفاع کړې ده.

نوموړي ويلي، چې دغه هېواد نه یې د ځواکونو د ويستو پریکړه ځکه سمه وه، چې له افغانستان څخه یوازې جسدونه د امریکایانو کورونو ته لیږل کېدل.

جو بایډن د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ کلیزې په اړه د وینا پر مهال وویل چې د افغانستان په اړه د خپلې پریکړې له کبله د بښنې غوښتلو اړتیا نه ویني.

‏نوموړی وایي، امریکا هره اونۍ میلیونونه ډالر په افغانستان کې لګول، خو په بدل کې یې یوازې جسدونه د امریکایانو کورونو ته لېږل کېدل.

بایډن یوځل بیا ویلي، چې افغانان یو متحد ملت نشي جوړېدای او د یوه واحد حکومت تر چتر لاندې ننشي راتلی، نو ځکه په دې هېواد کې د امریکا حضور بې ګټې و.

‏هغه له افغانستان څخه د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، د خطر سره مخامخو کسانو د ويستو يا تخلیې ماموریت بریالی بللی او ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت خراب دی، مسوول یې ددغه هېواد نوی حکومت دی او امریکا ورسره هېڅ راز همکاري نه شي کولی.

د امریکا ولسمشر زیاتوي، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې وضعیت خراب دی او ستونزې لري، نو مسوولیت خو یې پر امریکا نه دی.

بایډن دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په امريکا او افغانستان کې د هغه د حکومت ګڼ منتقدان نوموړی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د نا مسوولانه ويستو له کبله د اوسني وضعيت يو مهم عامل ګڼي.

3 COMMENTS

  1. ځکه یوواحد ملت نشی کیدای چې مافیا سالار کرزی په لومړی سر کې ددولت غوښنه برخه یوې ولسوالۍ او یوه مفسد تنظیم غړو باندې وویشله هغه هم له دې کبله چې دمجددی د حکومت په پیرکې یې ددوی له لاسه څپیړه خوړلې وه او ډارکړی یې وو – په دې تو ګه دټولو قومونو کرکه اوتعصب را وپارید خصوصا دپښتنو او طالبانو که همغا اول بن کې طالبانو ته پاملرنه شوې وای نن به مو داحال نه وو ګرچه ده وروسته طالبان دحرامزاده توب له وجهې خپل وروڼه ګڼل

  2. مونږ د یو واحد ملت دومره اوږد تاریخ لرو ، ان له هغه وخته چه د امریکا و چه کی تش حیوانات اوسیدل، او د انسانان له لوری کشف شوی نه وه ، امریکا یوازی جسدونه وړی ندی ، بلکی د یورانیمو ، زمرودو ، طلاوو او نورو قیمتی ډبرو څخه ډک تابوتونه او کانتینرونه یی هم وړی دی ، اوس چه یی ګټه نشته نو به داسی بی هوده خبرو سره د خلکو اذهان بل طرف ته اړوی

  3. د جوبایدن اظهار په هکله : که افغان ملت واحد نه وای نو هیڅکله افغانستان د امپراتورانو په قبرستان نشو مشهور کیدای ، بلی اجنبیانو همیش د افغان ملت تفریقی او نفاق اچولو کښی د خپلو لاسپوڅو په وسیله هلی ځلی کړی دی او هم ئی کوی همدا سبب دی چی افغان ملت ئی د تامی بدبختی سره مخامخ کړۍ دی او اجنبیان هڅی کوی چی افغانستان خاوره ټوټه کړی او یائی د دونیا نقشی څخه محوه کړی ، ددی خیانت لپاره اجنبیانو همیش خپل لاسپوڅی تقویه او حمایه کړی دی لکه د افغانستان ترقی او پر مخ تګ ارمانونه د غازی امان الله خان د ده شاوخوا چاپلوسانو او اجنبیو لاسپوڅو تر خاوری لاندی کړل او ورپسی د شهید محمد داؤد خان ملی ارمانونه تر پښو لاندی شول !!!! تر څو چی چاپلوسان او د اجنبیو لاس پوڅی د یو زعیم شاوخوا وی دا بیماری به روانه وی او ددی خائينینو په وسیله به د افغان غیرتی ملت قربانی کومی مثبتی نتیجی ته ونه رسیږی !!!!
    ای منورو ؟ افغانانو همدا بس دی او ړستونی راونغاړۍ دداسی مضرو مکروبونو مقابل کښی خپل افغانی مقاومت ښکاره کړۍ او چاپلوسانو او اجنبی لاسپوڅو ته موقع ورنکړۍ چی افغانان پخپلو مینځو کښی د لا بی اتفاقی کندی ته واچول شی او که بیداری رامینځ ته نشی نو د بی سواده غیرتی ملت به هیڅوخت ځای ونه نیسی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب