یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحقاني ته د ترکيې ډاډ، مخالفانو ته مو د فعالیت اجازه نه...

حقاني ته د ترکيې ډاډ، مخالفانو ته مو د فعالیت اجازه نه ورکوو

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه)‏ طالبان وايي، چې د کورنیو چارو وزیر يې سراج الدین حقاني پرون د ترکيې له سفیر جهاد ارګینای او ورسره مل پلاوي سره لیدلي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، جهاد ارګینای وویل چې د ترکیې بېلابېلې مرستندویه ادارې په افغانستان کې له افغانانو سره په مرسته بوختې دي او خپلې دا هڅې جاري ساتي.

‏د طالبانو کورنیو چارو وزیر د دې ناستې پر مهال زیاته کړه چې هغه کسان چې له دوی څخه وېره لري او ترکيې هېواد ته تللي، هغوی دې له عمومي بښنې ګټه پورته کړي او دوست هېواد ترکیه دې هېواد ته د هغوی په راستنولو کې مرسته وکړي.

‏ سراج الدین حقاني همدا راز د ترکيې له سفیر څخه وغوښتل چې د افغان يتيمانو د زده کړو لپاره په افغان معارف کې ځانګړې سهمیه ورکړي او د افغان یتیمانو لپاره تعليمي بورسونه ورکړي چې ترکي سفیر په دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، ‏ترکي سفیر ډاډ ورکړ چې هېواد به يې د خلاف پر ضد هېڅ خوځښت ته اجازه ورنه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د طالبانو پر وړاندې « د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي مقاومت عالي شورا» له ترکیې څخه د خپل موجوديت اعلان کړی او د عبدالرشيد دوستم په ګډون، ډېری مشران یې هملته ترکیه کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب