Homeخبرونهامریکا افغانستان ته ۳ سوه ملیون ډالره مرسته اعلان کړه

امریکا افغانستان ته ۳ سوه ملیون ډالره مرسته اعلان کړه

تاند(سې شنبه، دجدي ۲۱ مه) د امریکا د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې د سې شنبې په ورځ افغانستان ته د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د بشري مرستې اعلان وکړ.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، له دې سره د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر له میاشتې را په دې خوا افغانستان ته د امریکا د حکومت مرستې نژدې ۷۸۲ ملیون ډالرو ته رسېږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویندویې ایمیلي هورن په یوه بیان کې وویل: «د امریکا متحد ایالتونه د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي او موږ پر خپلو ټولو هغو انتخابانو غور کوو چې راسره شته. موږ د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ یوو.»

د فاکس نیوز پر اساس، افغانستان ته دا نوې مرسته په داسې وخت کې اعلان شوې چې دا هیواد د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له سختې او بې ساري اقتصادي تنګسې، لوږې او مالي بحران سره مخامخ شوی دی.

ټاکل شوې ده چې د امریکا له لوري په ۳۰۰ ملیون اعلان شویو پیسو افغانانو ته خوراکي مواد، سرپناه او روغتیايي خدمات برابر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...