Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکابل کې يو نيم سل کورونو او يوې مدرسې ته بريښنا فعاله...

کابل کې يو نيم سل کورونو او يوې مدرسې ته بريښنا فعاله شوه

تاند: ( سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور د بریښنا یو برج پرانيستی.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې د ۴۰۰ کيلو ولټ امپیره ظرفيت لرونکی دغه برج به د ګوسفند درې په نوم سیمه کې یو نیم سل کورونو او يوې مدرسې ته د بریښنا اسانتيا برابره کړي.

د طالبانو ياد شوي وزير له ديني عالمانو غوښتي، چې خلک د بیت المال او بریښنایي توکیو په امنيت ساتلو کې مرستې ته وهڅوي.

په وروستيو ورځو کې طالبان د بريښنا او اوبو مدیریت برخې ته د ډېرې توجه خبره کوي.

د طالبانو حکومت په تېره لږه موده کې له ازبکستان او تاجيکستان سره د وارداتي برېښنا د را لېږدولو د تړونونو د تمديد خبر هم ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...