شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهکابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر بیا ځنډیدلی

کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر بیا ځنډیدلی

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه)‏ د کابل د پاسپورټ ریاست مراجعینو ویلي، چې د پاسپورټ ریاست کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د څو ورځو لپاره ځنډیدلی.

د دوی په وینا، طالب چارواکو ورته ویلي چې تر درې ورځو به دغه بهیر دریدلی وي.

د پاسپورټ ریاست مسوولینو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

پرون د پاسپورټ عمومي رییس مولوي عالم ګل حقاني وویل، چې له دې وروسته به د لیکلو عریضو له مخې پاسپورټونه ونه وېشل شي.

هغه ویلي، چې د پاسپورټ مراجعین کولای شي د انلاین نوم لیکنې له لارې ځانته پاسپورټونه وغواړي.

تېره اونۍ کابل کې د پاسپورټ ریاست ودانۍ ته څېرمه د چاودنې خبر ورکړل شو،خو وروسته طالبانو وویل چې یوه بریدګر دغه ریاست ته غوښتل ننوځي، خو د دوی وسله والو په نښه او وویشت.

د طالبانو له واکمنیدو سره، میلیونونه افغانان د بې کارۍ او اقتصادي ناورین له کبله د هېواد پریښودو په هڅه کې دي او له دې کبله پر پاسپورټ اخیستو سخته ګڼه ګوڼه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب