پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد کندهار منع شوې ښځینه زده کوونکې: د‌ زده کړو د دوام...

د کندهار منع شوې ښځینه زده کوونکې: د‌ زده کړو د دوام اجازه راکړئ

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه) ‏‏ډ کندهار د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکې وايي، چې د ځينو نورو ولايتونو د لوړو ټولګيو د زده کوونکو په شان دې دوی ته هم د زده کړو د دوام اجازه ورکړل شي.

يو شمير دغو ښځينه زده کوونکو رسنيو ته ويلي، چې له نارينه وو څخه يې ښوونځي جلا دي او داسې کوم خاص دليل نشته، چې له مخې یې د دوی د زده کړو ممانعت وشي.

په سويلي ولايتونو کې د علم لار په نوم د يوې تعليمي ټولنې غړو بيا له څو مياشتو راهيسې د تړل شويو ښځينه ښوونځيو د خلاصيدو لپاره پراخ ولسي کمپاين پيل کړی.

په دې کمپاين کې سلګونه قومي مشران، ديني عالمان او خپله ښځينه زده کوونکې کلي په کلي د ښوونځيو د بيړته خلاصيدو لپاره ګرځي او له طالب چارواکو د ښځينه زده کړو د بيرته پيل غوښتنه کوي.

 په کندهار کې د طالبانو د حکومت د پوهنې رئیس مفتي قدرت الله وصال وايي د پوهنې وزارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل په اړه په یوې ځانګړې طرحې کار پیل کړې، چې له مخې به په نیږدې راتلوونکې کې د انجونو ښوونځي پیل شي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنيدو شاوخوا څلور میاشتې تېریږي، خو لاهم د کندهار په شمول د هیواد د ډیر ولایتونو په تعلیمي مرکزونو کې د شپږم څخه د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکو ته اجازه نه دی ورکړل شوې، چې د زده کړو لپاره دې ښوونځیو ته ولاړې شي.

د نجونو د زده کړو د اجازې غوښتنه په کور دننه او په نړيواله کچه بيا – بيا له طالب چارواکو کيږي، خو دوی یې د نه پيل په اړه کوم واضح او قانع کوونکی دلیل نه دی وړاندې کړی.

څه موده مخکې د الازهر جومات خطيب په پښتو ژبه پر خپل ټویټر له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو د زده کړو د دوام اجازه ورکړي، ځکه چې زه کړې پر ټولو ښځينه او نارينه وو فړض دي.

1 COMMENT

  1. تالبان د علم او تحصیل نه دومره ډارلری لکه څنګه چی لیونی سپی داوبونه ډارلری

    ځکه چی دوۍ پوهیږی چی د علم او پوهی خاوندان ددوۍ د تور جهالت او وحشت په وړاندی یوازینی خنډونه دی چی ددوۍ زورواکی دفکری استقلال او قلم په زور راپرزولی شی

    هغه نجونی او ښځی چی د خپل حق لپاره غږ پورته کوی او هغه مشران، دینی عالمان او عام وګړی چی ددوۍ د برحق کمپاین ملاتړ کوی زمونږ دسر سترګی دی ځکه چی دوۍ غواړی چی د افغانستان راتلونکی د تیارو کندو ته له لویدو و ژغوری.

    که په تیر نظام کی ملی خاینانو د افغانستان شتمنۍ لوټ کړی نو فکر مه کوۍ چی تالب د افغانستان شتمنۍ نه لوټ کوی بلکه تالبی پروژه د افغانستان هغه شتمنۍ لوټ کوی چی د افغانستان راتلونکی ورسره تړلی او ځوان نسل چی د افغانستان اصلی سرمایه ده له منځه وړی

    افغان ولس د تالب هر ډول ناروا او ناوړه کړنی ښايی وزغمی خو د خپلو اولادونو بربادی او تباهی هیڅکله نه شی زغملی .

    افغان ولس باید د اسلام د مقدس دین او د تالیبزم د تور جهالت ترمنځ کلک توپیر وکړی او ددوۍ په هغه دام کی راګیر نه شی چی ددین او اسلام په نوم خپلی شومی موښی او پردی ارمانونه پوره کوی.

    د افغانستان یو رښتینیي بچی یو ستر عالم او فلسفی لیکوان چی همیشه يی د افغانستان د ځوان نسل په راویښولو کی زیار ایستلی او خپل ژوند يی هم پری قربان کړی په لاندی شعر کی دا مطلب رانغښتی دی:

    دین يی دام دی د دنیا په لار کی ایښی

    پری را اړوی وحشیان د مخلوقات

    د هغو په لار يی سترګی وی خپلی

    چی په لاس يی سرسایه وی یا زکات

    شهید محمد موسی شفیق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب