په نړیوالو اړیکو کې امنیتي معما (Security dilemma) هغه وضعیت ته ویل کېږي, چې یو هیواد د خپل بقاء او امنیت لپاره لازم نظامي او سیاسی کړني سرته رسوي, خو بل دولت یې بیا دا کړنې د خپل امنیت په زیان وویني او په مقابل کې ورته غبرګون وښایې. په نړیوالو اړیکو کې د ریالیزم تیوري یوه داسې تیوري ده, چې تر ډېره د دولتونو ترمنځ په عمل کې د اجراء وړ ده. دا تیوري د نړیوالو اړیکو د ترینګلتیا او کشمکشونو په باب مختلفې حل لاري وړاندې کوي او هڅه کوي په دې توګه په نړیواله سطحه موجوده کشمکشونه او شخړی د شدت خواته پرې نږدي. دوی په دې باور دي, چې جګړه او د امنیت معما د نړیوال نظام واقعیتونه دي او هیڅکله نشو کولاې دا له منځه یوسو, بلکې په ټیټه کچه د هغو د ساتلو په پار لا هڅې نتیجه ورکولاې شي. ریالیسټان په څو ډلو وېشل شوي چې د هغو له جملې څخه دلته د موضوع په ارتباط د انګېزشي ریالیسټانو پر نظریاتو بسنه کوو.
انګېزشي ریالیسټان په نړیوال نظام کې انارشي ته په پام سره دولتونه په دوه برخو وېشي, یو یې فرصت طلبه او ځان غوښتونکي دولتونه او بل یې امنیت یا سوله غوښتونکي دولتونه. د دوي په باور په نړیوال نظام کې د انارشي د موجودیت له دوو دلایلو څخه یو دلیل د فرصت طلبو او ځان غوښتونکو دولتونو موجودیت او د هغو کړني دي, چې ډېر کله په نړۍ کې د جګړو د پېښېدو سبب کېږي او په دې توګه نړیوال امنیت ته خطر پېښوي. د دې برعکس, امنیت غوښتونکي دولتونه بیا نړیوال امنیت ته خطر نه پیښوي او نور دولتونه یې کړنو ته د شک په سترګه هم نه ګوري او هر څوک په آسانې سره باور ورباندې کولاې شي.
د ریالیسټانو دا ډله د امنیت غوښتونکو دولتونو (هغه دولتونه چې د امنیت په لټه کې وي) د پېژندنې لپاره دوه عامله معرفي کوي چې لاندې ورته اشاره کوو:
شفافیت او د لوړ بیې یا قیمت سګنالونه.
دا دوه عامله نه یوازې دا چې امنیت غوښتونکي دولتونه یو بل ته ورپېژني, بلکې امنیت غوښتونکي دولتونه له فرصت طلبو دولتونو څخه هم بېلوي, ځکه فرصت طلبه دولتونه د خپلو موخو او مقاصدو په سبب نشي کولاې چې د امنیت په پار د لوړي بیي سګنالونه ورکړي.
شفافیت (Transparency) په دقیق, پر وخت او اطمنیان بخښونکي اطلاع رسونو له لارې امکان لري. امنیت غوښتونکې دولت باید د مقابل لورو (نورو دولتونو) پر اندېښنو او هغو مواردو, چې د بې اعتمادې انګېزو ته قوت وربخښي, تمرکز ولري او په دې برخه کې لازم اطلاعات او په خاصه توګه د خپلو نظامي موخو او مقاصدو په اړه معلومات مقابل لورو په اختیار کې ورکړي, ترڅو د هغوي اطمینان حاصل شي. خو بیا هم د شفافیت عامل په یوازې سر د امنیت غوښتونکې دولت په معرفت کې پوره رول نشي لوبولاې, بلکې د دوهم عامل (Costly Signals) شتون د امنیت غوښتونکي دولت د معرفت لپاره حتمي دې. يا په لنډ ډول ویلاې شو, چې د دې دواړو عواملو څخه د یو یا دواړو په نه شتون کې د دولتونو ترمنځ اعتماد سازي امکان نه لري.
د لوړي بیي سګنالونه نښي ورکول هغه اقدام دې, چې هر لوبغاړې یې ترسره کولاې شي, په داسې شکل چې نور لوبغاړي یې ارزښتناکه وګڼي. د لوړ قیمت سګنالونه کولاې شو, چې په څلورو مواردو کې تر بحث لاندې ونیسو.
ایډیالوژي
د هیواد د لږکیو په وړاندي سیاستونه
د کمزورو ګاونډیانو په وړاندي سیاستونه
نظامي سیاست او د وسلو کنټرول.
لومړې: په هغه صورت کې چې د یو هیواد سیاسي نظام تعصبګره, تند خویه, افراطي او تهاجمي ایډیالوژي ولري, کولاې شو هغه دولت تهاجمي وګڼو او غالبآ د ځاني امنیت د تامین په موخه د دې دولتونو هڅي او کوښښونه به د ګاونډیانو بې اعتمادي نوره هم زیاته کړي. په دې ځاې کې د لوړقیمت بیه نښه ایډیالوژيکه میانه روي ده.
ایډیالوژیکه میانه روي به د سیاسي نظام د ایډیالوژې لپاره ډېره ګران تمامه شي,خو د داسې نښې څرګندېدل به مقابل (دولتونه) ته د تهاجمي روش د تغیر په برخه کې د هیواد د سیاسي نظام جدیت وښایې او دا به څرګنده کړي, چې د پام وړ هیواد سوله غوښتونکې هیواد دې او هیڅ تهاجمي فکر نه لري.
دوهم: هغه دولتونه چې داخلي اقیلیتونه ټکوي او هغو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي, نو داسې دولتونه د خپلو کړنو په برخه کې د لږو محدودیتونو سره مخ دي, یعنې څه چې وغواړي هغه کوي. نو ویلاې شو چې دا ډول سیاستونه د پام وړ دولت ملي ګرايي او تهاجمي تمایلات ښایې. نو پر همدې بنسټ, د لوړ قیمت نښه په دې برخه کې داخلي لږکیو ته د سیاسي حقوقو ورکول دي. که چیرې د پام وړ دولت دا چاره ترسره کړي, نو د نورو دولتونو لپاره به یې د ځان په ګټه اعتماد جوړونه کړې وي.
درېم: د کمزورو او ضعیفو دولتونو په وړاندې د یو دولت د سیاستونو په اړه باید ووایو چې فرصت طلبه او تهاجمي دولتونه تر ډېره په دې لټه کې دي, چې ضعیف دولتونه تر خپل تسلط لاندې راولي, د هغوي د قدرت خلاوي ډکې کړي او له دې لارې خپل قدرت زیات کړي. په دې برخه کې د لوړي قیمت نښه دا ده چې د پام وړ دولت باید د کمزورو ګاونډیو هیوادونو خپلواکۍ ته درناوې ولري او د هغو په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي. په دې توګه به نور دولتونه په دې پوه شي, چې د پام وړ دولت سوله غوښتنوکې دولت دې.
څلورم: اخري نښه نظامي سیاست او د وسلو کنټرول دې چې د نظامي چمتوالې د کچي کموالي یا نه زیاتوالې په بر کې نیسي. د (چارلز ګلازر) په نامه یو ریالیسټ عالم د نظامي نښي لپاره درې ځانګړني بیانوي:
1: د وسلو د کنټرول توافقات او په ځانګړې ډول هغه تړونونه چې د تهاجمي ځواک د کموالي سبب کېږي
2: دفاعي موقف ته د تهاجمي موقف تغیر
3 د سرحداتو په اوږدو کې په یو اړخیزه توګه د نظامي قواوو کموالې. دا چاري به دا وښايي, چې د پام وړ هیواد تهاجمي انګېزه نه لري, بلکې سوله غوښتونکي دولت دې.