شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+نوي څاڅکي جوړ شول چې د سترګو له عینکو مو خلاصوي

نوي څاڅکي جوړ شول چې د سترګو له عینکو مو خلاصوي

تاند- الرګن کمپنۍ د ویټي (Vuity) په نوم د سترګو داسې څاڅکي جوړ کړي چې د مطالعې د عینکو یا نومره عینکو ځای نیسي.

دا درمل، چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې په وروستیو کې تایید کړی، په سترګو کې تر څڅولو کابو ۱۵ دقیقې وروسته اغېز کوي او له ۶ تر ۱۰ ساعتونو پورې د سترګو نژدې نظر تر دې حده ښه کوي چې نومره عینکو ته اړتیا نه پاتې کېږي.

دا د سترګو د زړېدو د ستونزې د درملنې لپاره لومړني تایید شوي درمل دي. د انسانانود نژدې نظر عموماً له ۴۰ کلنۍ وروسته کمزوری کېږي.

Vuity د دې درمل جنریک یا تجاري نوم دی او درملتونه یې یوازې د ډاکتر په نسخه او سپارښتنه پلورلی شي.

دا څاڅکي د سترګو د کَسي اندازه کموي. د سترګو د کسي د اندازې کمېدا د سترګو د تمرکز عمق یا د نظر د میدان عمق زیاتوي او سترګو ته امکان برابروي چې په طبیعي ډول هر شی چې په هر واټن کې وي، ښه تمرکز ورباندې وکړای شي.

ویل شوي چې په لومړیو کې دا څاڅکي ممکن د ځینو د سترګو تمرکز ګډوډ کړي خو دا ستونزه په تدریج له منځه ځي.

د دغو څاڅکو په کلینیکي ازمښتونو کې څرګنده شوه چې ځینو کسانو ته ډېر کمزوري جانبي عوارض پېښوي، مثلاً ممکن سترګې یې سرې شي یا سردردي ورته پیدا شي.

Vuity څاڅکي په ۷۵۰ تنو، چې د سترګو نژدې نظر یې کمزوری شوی وو، ازمویل شوې. هغو کسانو چې دا څاڅکې یې وازمویل له درو تر څلورو کرښې یې چې پخوا یې بې عینکو نه شوای لوستلی، ولوستلی شوې.

دا څاڅکي د هغو کسانو لپاره لا ډېرې اغېزمن ثابتې شوي چې عمرونه یې د ۴۰ او ۴۵ کلونو ترمنځ دي خو له ۶۵ کلونو وروسته یې اثر کمېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب