یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+تر پوستکي لاندې د کوروناواکسین چیپ

تر پوستکي لاندې د کوروناواکسین چیپ

تاند- یوه سویډني ستارټ اپ د کووید ۱۹ د پاسپورټ (تاییدیه) د ګرځولو لپاره نوې طریقه وړاندې کړې ده.

د دې نوې رودې (طریقې) پر اساس به هغه چا ته چې بشپړ واکسین یې کړی، تر پوستکي لاندې مایکروچیپ (کوچنی چیپ) نصب کېږي. د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا مایکروچیپ به په اسانه په این ایف سي الو او موبایل معلومېدای شي.

د سویډن (Epicenter) کمپنۍ یوه ویدیو شریکه کړې چې په هغې کې مایکروچیپ د یوه کس په لاس کې ایمپلنټ (پیوند) شوی. کله چې خپل موبایل د پوستکي همدې برخې ته نیسي، ورته څرګندېږي چې واکسین یې د کووید ۱۹ وایرس په وړاندې څومره مقاومت لري.

د Epicenter کمپنۍ مسوولان وايي چې د انسان په لاس کې تر پوستکي لاندې د دې چیپ له ایمپلنټ کولو څخه په ګڼو نورو برخو کې ګټه اخیستل کېدای شي.

په امریکا او اروپا کې اکثره رستورانونه، بارونه، تیاترونه، سینماګانې، سلمانیانې او نور ځایونه له خلکو د کورونا ضد واکسین سند غواړي. اکثره خلک خپل سند په موبایل کې ساتي خو که په بدن کې چیپ ولري، په اسانه به پېژندل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب