شاه محمد
لومړی بايد پوه شو چي په نړۍ کي د اسعارو د تبادلې د نرخونو د ټاکلو لپاره په لويه کچه درې رژيمونه او يا نظامونه شته:
1. Fixed exchange rate regime
۱. د اسعارو د تبادلې ثابت نرخ
په دغه نظام کي حکومت د اسعاري ذخايرو (بهرني اسعار او سره زر) پر اساس د نورو کرنسيو په مقابل کي د خپل هيواد د کرنسي لپاره ثابت د تبادلې نرخ ټاکي او په نړيوال بازار کي ددغه ثابت نرخ د ساتلو لپاره د هغه هيواد مرکزي بانک د اړتيا په صورت کي ياد اسعاري ذخاير خرڅوي تر څو عرضه او تقاضا متوازنه وساتي.
2. Floated exchange rate regime
۲. د اسعارو د تبادلې تغيريدونکی نرخ
په دغه نظام کي د کرنسي ارزښت د بهرنيو اسعارو د تبادلې د بازار سره بدلون مومي؛ د پيسو د تبادلې نرخونه په ازاده توګه د عرضې او تقاضا پر اساس ټاکل کيږي.
3. Pegged float exchange rate regime
۳. د اسعارو د تبادلې ثابت تغيريدونکی نرخ
په لنډ ډول ويلای شو چي دغه نظام د پورتنيو دوو نظامونو يوګډ نظام دی. په دغه نظام کي د تبادلې نرخ د يو ټاکلي ارزښت په شاوخوا کي ثابت ټاکل کيږي، مګر بيا هم بدلونونو ته اجازه ورکول کيږي.
اوس راځو په افغانستان کي د اسعارو د تبادلې د نرخونو د ټاکل کيدو ډول ته:
په افغانستان کي د اسعارو د تبادلې نرخونه په ازاده توګه د اسعارو د تبادلې په بازار کي د عرضې او تقاضا پر اساس ټاکل کيږي. دا چي ولي افغانستان د تبادلې د نرخونو د ثابت نظام نه کاروي، هغه جدا يو لوی بحث دی چي ډیر دلايل، ګټي او تاوانونه لري. نو اوس که د افغانستان په بازارونو کي چي په څومره کچه د ډالرو تقاضا لوړيږي په هغومره کچه به د ډالر ارزښت لوړيږي. که په ډيره کچه افغانۍ بازار ته وړاندې شي نو د افغانۍ عرضه ډيريږي او ارزښت يي کميږي.
يادونه: په افغانستان کي د پيسو د تبادلې تر ټولو لوی بازار په کابل کي سرای شهزاده دی او وروسته بيا خراسان بازار دی چي په هرات ولايت کي موقعيت لري.
۲ يادونه: کرنسي=سعر (جمع اسعار) يا د يو هيواد پولي واحد
د افغانستان کرنسي افغانۍ ده.
راځی ووایو چه آزاد بازار دافغانستان دښمن دی. بازار دی وی خو دملی بانک او دولتی بانکو په خونو کی.
زه غواړم چی دنړیوال داسعارو دتبادلی دگروف سره یو ځای سم۰