یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د ۴۰ زره کسیز پولیسي ځواک د جوړولو هڅې روانې...

افغانستان ته د ۴۰ زره کسیز پولیسي ځواک د جوړولو هڅې روانې دي

تاند:( دوشنبه ، د قوس دوه ويشتمه)‏‏‏‏ د JURIST حقوقي نیوز په نوم یوې بهرنۍ رسنۍ د طالبانو د پولیسي ځواک د جوړیدو په اړه لومړني معلومات خپاره کړي.

دغه رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله وایي، چې طالبان له خپلو جنګیالیو څخه د یوه ۴۰ زره کسیز پولیسي ځواک د جوړولو لپاره لاس په کار شوي دي.

ویل شوي، چې په دې برخه کې د حقاني شبکې له بدري قطعې څخه استفاده لومړنی ګام و.

دغه قطعه، چې تشکیل یې ۵ زره کسیز ښودل شوی، کابل ته د طالبانو له راننوتو سره یې د کابل ښار واګې په لاس کې اخیستې وې.

یاده رسنۍ وایي، چې طالبان د پوځ په شان د پولیسو په محدود تشکیل هم باور لري او ډېر لومړیتوب یې دا دی، چې خپل جنګیالي پکې ځای پرځای کړي.

ویل شوي، چې د هرې ولسوالۍ په کچه طالبان دمګړۍ له ۲۰ تر ۳۰ پورې د پولیسو په چوکاټ کې ساتونکي لري، چې یوازې د ولسوالیو د ودانیو ساتنه کوي.
JURIST حقوقي نیوز زیاتوي، چې د کلیو په کچه طالبان تر ډېره ساتونکي یا امنیتي ځواکونه نه لري، خو یو یا دوه تنه ځایي خلک یې جذب کړي، چې د خپلو کلو حال ورسره شریک کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د پولیسي ځواک له پلوه د طالبانو ډېر تمرکز پر پلازمېنې کابل دی او ډېر جنګیالي یې دلته د امنیت ساتلو لپاره ګومارلي.

د دوی مهمه دنده دا ده، چې د داعش ډلې فعالیتونه او ګواښونه کشف او مهار کړي.

سربېره پردې د جنایي او نورو جرمونو مقابلې ته هم دغه جنګیالي لومړیتوب ورکوي.

نورو سرچینو بیا ویلي، چې طالبانو خپلو دغو جنګیالیو ته هم تراوسه معاشونه نه دي حواله کړي، چې یوه د پام وړ برخه یې د اقتصادي ستونزو او یخنۍ له کبله بیرته خپلو کورونو او عادي ژوند ته ستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب