شنبه, مې 18, 2024
Home+د یوه جرمني شاعر شعر

د یوه جرمني شاعر شعر

په داسې حال كې چې په افغانستان كې ولږه او تنګسه خپل اوج ته رسېدلې ده، د چارواكو له خوا د دې ولږې په وړاندې د لسيزو راهيسې هېڅ اقدام نكيږي. تش د فرمانونو په صادرولو د خلكو ګېډه نه مړيږي. له بلې خوا خلك د ولږې له لاسه خپله خاوره پرېږدي او بهرنيو هېوادو ته ځي. بهرنېو هېوادو ته دوي هر شان خطرونه لكه په بحر كې ډوبېدل، په لار كې مړ كېدل، تري تم كېدل په ځان مني.

په دې اړوند مې لنډ وخت دمخه يو جرمنى شعر په مخه راغى چې دا موضوع پكې كټ مټ بيان شوې ده. د دې شعر د شاعر نوم دى: (Heinrich Heine) دا شاعر په كال ۱۷۹۷ كې زېږېدلى او ۱۸۵۶ كال كې مړ شوی دى.

دا شعر چې ما ژباړلى دى، له هغه نه شعري خوند هغه وخت اخيستل كېدى شي چې دا شعر په جرمني ژبه ولوستل شي، او دا هم په دې شرط چې د شعر شاليد يا (background) باندې څوك پوه وي. د شعر شاليد دا دى چې د ۱۸۰۰ عيسوي كال په شاوخوا كې په جرمني كې ولږه او تنګسه ډېره وه  او په عين وخت كې ديكتاتوري هم ډېره وه. غريبانانو سر نشو پورته كولى. كه كوم شاعر دې حالت ته ګوته نيوله، نو هغه به شكنجه كېدو. نو له دې امله دې شاعر د ډار له لاسه د انسانانو په ځاى د (مږو) په نامه دا شعر ليكلى دى. او دا ځكه چې شتمنيانو به غريبانانو ته (مږه) ويله. په دې شعر كې دا شاعر بډايانو ته هم د (مږې) خطاب كوي او وايي چې هغوى په نس مړې مږې دي چې عيش او نوش كې ژوند كوي. بې وزلي هره خوا كډوالي كوي. دا موضوع د افغانستان له اوسني وخت سره پرتله كېدى شي چې كډوال نه باد او باران ته ګوري. په بحر كې د ډوبېدو خطر په ځان مني. ځينې كسان په لار كې مړه شي او ژوندي كسان مړي هملته پرېږدي.

ډاکتر اکرام ملکزی

شاعر دې ته ګوته نيولې ده چې د خلكو ګېډه په امرونو او فرمانونو نه مړيږي. خلك ډېر وږي دي او داسې وخت به راشي چې دوى به پاڅون وكړي او حكومت او ښاروالان به د دوي مخه ونشي نيولى.

مخكې له دې نه چې تاسو قدرمن لوستونكي دا شعر ولولئ، زه به تاسو ته خپله بښنه وړاندې كړم، او هغه دا ده  چې زه شاعر نه يم. ما هڅه كړې چې دې ژباړې ته لږڅه ادبي رنګ وركړم. نو له دې كبله له ادبي نيمړتيا نه بښه غواړم. د دې شعر نه زما بله هڅه دا ده چې پښتانه د يوې بلې ژبې له ادبياتو نه لږ او ډېر خبر شي.

هغه لوستونكي چې په جرمني ژبه ښه پوهيږي، د هغوى به دې پام شوى وي چې د ځينو لغاتو مانا دقيقه نده. د دې علت دا دى چې كه چېرته دقيقه مانا يې ليكل شوي واى، نو دې ژباړې به بيا هېڅ وزن او قافيه نه درلودلى.

څوك چې په انګليسي ژبه ښه پوهيږي، د هغوى لپاره د شعر په پاى كې انګليسي ژباړه ليكل شوې ده.

 (ژباړن: ډاکتر اکرام ملکزی)

كډوالې مږې 

مږې شته دې دوه شانې                      په نس وږې، په نس موړې

مړې پايلي عيش و نوش كې               وږې كډه كړي له مېنې 

كډه كړي زرګونو مېلې                  نه كوې هېڅ دمې دمې     

په غصه درومي په نېغې               هم په باد، هم په ږلۍ كې 

دوي ختل كړي مخ په لوړې          هم لامبو په بحيرې  

غړۍ ماتې، ډوب اوبو كې           ژوندي پرېږدي مړي په وير كې 

دلته شته دي ډېرې بومې             ښې تېرې لري مښوكې    

ګينجې سرې ګينجې سرې          خريل شوي سرې سرې        

نا خبر افراطي ډلې                 له پالنې، له روزنې     

نه پرېږدي ازان غوږو كې      ښځې شمېري ټولنيزې شتمنۍ كې                                                                                                                     

بې شعورې مږې ګرځي ګرځي        تش په فكر خوړو څښو دي  

فكر نشته خوړو څښو كې           ژوندي روح تل ابدۍ كې    

نه ډاريږي وحشي مږې            نه دوزخ نه له پيشې

نه پيسې لري. نه مځكې        نړۍ وېشي خپل منځو كې      

هله راغلې ډېرې مږې         نږدې كيږي شېبې شېبې   

اورېده شي مږ غږونه         شمېره ډېره په زرګونه  

مونږ برباد يو، مونږ برباد يو       دوي نږدې تر دريڅو  

نه ښاروال، نه سناتور        مرسته نشي په دا كور 

وسله وال وسله را اخلي      پادريان زنګ د خطر كړي  

په خطر مجسمې دي        دولتي ټولې شتمنۍ دي    

نه زنګونه، نه لمونځونه         ګټه نكړي فرمانونه 

نه ټوپك او نه توپونه        مرسته نكړي، ښكلى ماشومه  

ګټه نكړي خوشې خبرې      پخوانۍ هسې تېر ګپې  

په منطق نيولى نشې        مړ راټوپ كړي له هرې سوړې 

وږي نس ته لار موندل            كړي ښوروا غوښې خوړل    

هم په كار غويي كباب        بدرګه له ساسج باب      

كچ لړلى كب خوښيږي     هره مږه پرې مستيږي 

دا خواړه ورته ډېر ښه دي       تر عالم، تر فلسفي دي  

Die Wanderratten

Es gibt zwei Sorten Ratten: Die hungrigen und satten.
Die satten bleiben vergnügt zu Haus, Die hungrigen aber wandern aus.
Sie wandern viel tausend Meilen, Ganz ohne Rasten und Weilen.
Gradaus in ihrem grimmigen Lauf Nicht Wind noch Wetter hält sie auf.
Sie klimmen wohl über die Höhen, Sie schwimmen wohl durch die Seen;
Gar manche ersäuft oder bricht das Genick, Die Lebenden lassen die Toten zurück.
Es haben diese Käuze Gar fürchterliche Schnäuze;
Sie tragen die Köpfe geschoren egal Ganz radikal, ganz rattenkahl.
Die radikale Rotte Weiß nichts von einem Gotte.
Sie lassen nicht taufen ihre Brut, Die Weiber sind Gemeindegut.
Der sinnliche Rattenhaufen, Er will nur fressen und saufen,
Er denkt nicht, während er säuft und frisst, Dass unsre Seele unsterblich ist.
So eine wilde Ratze, Die fürchtet nicht Hölle, nicht Katze;
Sie hat kein Gut, sie hat kein  Geld Und wünscht aufs neue zu teilen die Welt.
Die Wanderratten, o wehe! Sie sind schon in der Nähe.
Sie rücken heran, ich höre schon Ihr Pfeifen – die Zahl ist Legion.
O wehe! wir sind verloren Sie sind schon vor den Toren!
Der Bürgermeister und Senat, Sie schütteln die Köpfe, und keiner weiß Rat.
Die Bürgerschaft greift zu den Waffen, Die Glocken läuten die Pfaffen.
Gefährdet ist das Palladium Des sittlichen Staats, das Eigentum.
Nicht Glockengeläute, nicht Pfaffengebete, Nicht hohlwohlweise Senatsdekrete,
Auch nicht Kanonen, viel Hundertpfünder, Sie helfen Euch heute, Ihr lieben Kinder!
Heut helfen Euch nicht die Wortgespinste Der abgelebten Redekünste
Man fängt nicht Ratten mit Syllogismen Sie springen über die feinsten Sophismen.
Im hungrigen Magen Eingang finden Nur Suppenlogik mit Knödelgründen,
Nur Argumente von Rinderbraten, Begleitet mit Göttinger Wurst-Zitaten.
Ein schweigender Stockfisch, in Butter gesotten, Behaget den radikalen Rotten.
Viel besser als ein Mirabeau Und alle Redner seit Cicero.

د شعر انګليسي ژباړه

The Wandering Rats

There are two kinds of rat:

The hungry and the fat.

The fat ones stay content at home,

The hungry ones though, they hungrily roam.

They roam for many a mile,

Relentlessly lacking in style,

Straight on along their miserable track,

No wind nor weather can hold them back.

They climb over mountain peaks,

They swim the murkiest lakes;

Many have broken their necks or drowned,

The living pass on without looking around.

Take a look at these louts

With their fearsome ugly snouts;

Heads shaven bare they’re at physical peak –

Radical chic – ratty and sleek.

The radical rodent squad

Know nothing of Heaven or God.

Their whelps run unbaptised and free,

Their wives are common property.

The sensuous rats of the fleet

Want no more than to drink and to eat,

No thought while they gulp, slurp and chortle

That our souls were created immortal.

Such wild and savage rats

Have no fear of Hell or of cats;

They think though they haven’t a cent to their name

To divide up the world so we all have the same.

The rats are a’roaming here too,

Coming to a suburb near you!

I hear their squeaks, straight on they press,

Their multitude is numberless.

Alas! By now its too late,

They’re already at the gate!

The local council and the mayor

Are shaking their heads in brainless despair.

Good citizens ready to arm,

The church bells ring out in alarm.

In peril is something by which we set store,

Our property values, our whole rule of law

No tolling of bells, no pious old pleas,

No majestic parliamentary decrees,

No squadron of cannon, no hundred pounders

Will save your children, your statues of founders,

No help from the verbal poptarts

Of weary rhetorical arts.

You don’t catch a rat with a logical trap

So spare me your fine-spun sophistical crap.

To the hungry inside of a rat in a group

Appeals only the logic of dumplings and soup,

Arguments smelling of pig on a spit

With a side-dish of porky political wit.

A taciturn cod stewed in butter for hours

Is what pleases the radical powers

Far better than any Mirabeau

Or all the orations since Cicero.

5 COMMENTS

  1. د دې شعر په ليكلو كې له بده مرغه يو تورى زما له خوا ناسم ليكل شوېدى او هغه په لاندې بېت كې دى:
    په منطق نيولى نشې مړ راټوپ كړي له هرې سوړې

    دلته (مړ) ناسم ليكل شوېدى. سمه بڼه يې دا ده (مږ) يعنې (مږه)
    ډاكټر اكرم ملكزى

  2. ډيره بیخونده ترجمه ده
    کاشکی یی بی وزنه راژباړلی وای
    په نثر یی که ژباړلی وای یوڅه به یی خوند و

  3. زما د دغه شعر مفهوم خوښ شو. دا چې هر ډول ژباړل شوی دی معنا یې راته جالبه ښکاره شوه. زموږ له حالاتو سره سر خوري

  4. سلامونه محترم ملکزى صاحب ډير له مفهوم نه ډک شعر مو ژباړلى دى، هيله لرم چى لوستوونکو ترينه ښه مطلب اخستي وى.

  5. ښاغلى ملنګ!
    كه چېرته تاسو د ډاكټر صاحب اكرم ملكزي سريزه لوستي وي، نو هغه خو په عاجزۍ خپله بخښنه وړاندې كړېده چې هغه شاعر ندى او د شعر په ژباړه كې به هرومرو ادبي نيمګړتياوې وي. بل دا چې هغه ليكلي دي چې له شعر نه هغه وخت خوند اخيستل كېدى شي، چې سړى يې په جرمني ژبه ولولي. له بلې خوا په دې پاڼه كې په انګليسي ژبه ژباړه يې هم ليكل شوېده. نو كه تاسو له شعر نه خوند اخيستل غواړئ، نو مهرباني وكړئ، دا شعر په جرمني يا په انګليسي ژبه ولولئ. په پښتو ژبه ژباړه خو تش له دې لپاره به وي، چې پښتانه د جرمني شعر په مطلب پوه شي. په يو چا چې هغه خپله عاجزي وښودله او له تاسو په شان اديبانو ته تسليم شو، نو بيا په هغه باندې كوزارونه يو غېرمنصفانه كار دى.
    په پاى كې له تاسو نه يوه هيله لرم او هغه دا ده چې تاسو له فرانسوي، روسي، انګليسي، اردو، فارسي يا له چنايي ژبې نه، يعنې په هره پردۍ ژبه چې تاسو پوهېږئ، يو شعر په پښتو واړوى چې مونږ ترېنه خوند واخلو.
    په درنښت
    هاشم خيببر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب